شاته

څیړنه – د مدیترانې خواړه د دماغ د سلامتۍ ضمانت کوي

هغه پوخ عمره خلک چې د مدیترانې د حوزې د وگړو په څیر له غذایي رژیم نه گټه اخلي، ښایي د مغزو د ښه سلامتۍ خاوندان اوسي او په زړښت کې د اداراک له کمو خطرونو سره مخامخ شي.

د مایو کلینیک د الزایمر د پلټنو د مرکز لوړپوړي څیړونکي روزبد رابرت د رویترز اژانس ته ویلي دي چې یوې نوې څیړنې د دماغ پر سالم فعالیت باندې د روغتیایي غذایي رژیم اثر په ډاگه کړی دی.

د مدیترانې د حوزې په غذایي رژیم کې کبان، له وازگې پرته سره غوښه، حبوبات، زړي، غله دانې، میوې، سبزیجات او صحي غوړ شامل دي. د زړه او هډوکو سلامتیا هم ددې غذایي رژیم په تعقیبولو پورې اړوند گڼل شوي دي.

ډاکتر رابرت او همکارانو یې د ٧٠ نه تر ٨٩ کلنو پورې د ۶۷۲ پوخ عمره گډون کوونکو معلومات د زړو وگړو په اړوند یوه څیړنه کې ارزولي دي. په پیل کې هیڅ یو گډون کوونکي عقلي نیمگړتیا نه درلوده او هیڅ یو یې ناروغ او بستري شوی نه و.

د څیړنې گډون کوونکو د خپل روغتیایي رژیم په هکله پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د هغوی حافظه، سترگې، بدني وړتیا، ژبني او شناختي مهارتونه یې ازمایلي دي.

پوهانو دا موندلي دي چې هغو زیات عمره ناروغانو چې د مدیترانې حوزې له رژیم څخه یې استفاده کوله د دماغ د ښه فزیکي او عملیاتي سلامتۍ نه برخورداره وو. د حبوباتو او کبانو نه زیاته استفاده کول په دې برخه کې په ځانگړې توگه اړوند گڼل شوي دي.

دغه وروستۍ څیړنه چې د جولای د میاشتې په ٢٥ د الزایمر او عقلي زوال په ژورنال کې خپره شوه تر پایه یې دغه کسان نه دي تعقیب کړي تر څو ولیدل شي چې آیا گډون کوونکي یې د عمر په وروستیو شپو ورځو کې د شناختي ستونزو سره مخ شوي وو او که نه.

د کولمبیا پوهنتون د روغتیایي مرکز متخصص یان گو، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دغه څیړنه دا نه شي څرگندولای چې د مدیترانې حوزې غذایي رژیم واقعاً د مغزو د حجم د کمیدو مخنیوی کوي.

ښاغلي گو چې د یو شمیر نورو پوهانو سره یې یوځای د مغزو پر حجم باندې د غذایي رژیم د تاثیر په اړه څیړنې کړي دي، د انسانانو د ژوند بڼه یې د اکثرو ناروغیو په مخنیوي او یا شاته اچولو کې د اهمیت وړ گڼلې ده، خو د شناختي ستونزو په ځانگړې توگه د الزایمر په هکله یې نننۍ پوهه نیمگړې گڼلې ده.

ډاکتر گو وایي چې د مدیترانې حوزې د غذایي رژیم پر مخ بیول نه شو کولای چې د ډاکتر د یوې نسخې په توگه پوخ عمره بیمارانو ته چې په شناختي مشکلاتو اخته دي، تجویز کړو.

خو ډاکتر رابرت دلیل راوړي چې "د کبانو، سبزیجاتو او حبوباتو نه گټه اخیستنه په ځانگړې توگه د مغزو د سلامتۍ ضمانت کوي او بوره او نور قندي مواد ښایي پر دماغ باندې منفي اثرونه ولري".