BBC
 شاته

له یو میلیون ډېر افغان ماشومان په نشو روږدي دي

افغانستان کې له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت وايي، له یو میلیونو ډېر افغان ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي.

دغه وازرت وایي، د افغانستان له شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړو نه یې شاوخوا درې نیم میلیونه په نشه یي توکو روږدي دي.

فینیکس یا امید په افغانستان کې د روږدو کسانو درملنې تر ټولو لوی مرکز دی. ۱۵ کلن علي هغه افغان ماشوم دی چې ځوانۍ ته له رسېدو مخکې یې پښه د روږدو کسانو د درملنې مرکز فینیکس ته رسېدلې.

د روږدیتوب کېسه یې ډېره ساده ده. علي د ښوونځي په اووم ټولګي کې و، چې له بې لارې ملګرو سره ناستې په نشه يي توکو روږدی کړ.

Image caption افغان حکومت وايي غواړي د روږدو کسانو د درملنې ظرفیت په کال کې ۴۵ زرو ته لوړ کړي.

د کابل په لوېدیځه سیمه علاوالدین پارک کې یې له چرسو پیل کړی، خو وروسته یې خبره تر هیروینو او د ناستې، ملاستې ځای د کابل تر پل سوخته نومي پله لاندې شو.

دا هغه ځای دی چې ډېرو په نشه یي توکو روږدو کسانو پناه وروړې، علي وايي:

''تر اووم ټولګي ورسېدم. زه نه پوهیدم چې دوستان مې روږدي دي. لومړی مې چرس وڅکول. بیا یې راته وویل راځه تر چرسو مو ښه شی موندلی، ښه نشه لري. تر پله لاندې یې بوتلم. نه پوهیږم په زرورقه کې یې څه راته واچول چې دود مې کړل اوله ورځ ښه نشه شوم. دویمه او درېیمه او څلورمه ورځ هم همداسې، خو بله ورځ چې مې دود نه کړل ځان مې درد کاوه. هغه مهال پوه شوم چې زه روږدی شوی یم.''

علي له هغو زرګونو ماشومانو یو دی چې په نشه یې توکو روږدي دي.

له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې تر یومیلیونو ډېر ماشومان په نشیه یي توکو روږدي دي.

د یاد وزرات ویاند حمید دانشیار د ډېرو نورو لاملونو تر څنګ یو هغه لامل چې د روږدو ماشومان شمېر ډیروي نشه یې توکو ته اسانه لاسرسی او بل کورنۍ ستونزې یادوي:

Image caption شمېرې ښيي، چې د روږدو ښځو شمېر ۸۵۰ زرو ته رسیږي او یو میلیون یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي

'' د ښځو او ماشومانو په نشه یې توکو د روږدي کېدو یو لوی لامل هم کورنۍ ستونزې دي، مثلاً پلار یا د یوې کورنۍ مشر په نشه یې توکو روږدی دی، کار نه کوي، عاید نه لري او کله چې نشه يي مواد کاروي، نو په پيل کې ماشومان هم له نشه یي توکو اغیزمنيږي او په پای کې ماشومان هم روږدي کېږي.''

وروستۍ سروې چې د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت د یوې امریکايي ادارې په مرسته سرته رسولې، ښيي چې په افغانستان کې درې اعشاریه پنځه میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي.

دغو کسانو نه یې وايي ۱،۴ میلیونه همېشني روږدي دي او ۲،۲ میلیونه هغه بیا په یو ډول نه یو ډول له نشه يي توکو اغیزمن دي.

دغه شمېرې ښيي، چې د روږدو ښځو شمېر ۸۵۰ زرو ته رسیږي او یو میلیون یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د سروې له مخې په افغانستان کې د روږدو کسانو متوسط عمر ۳۹ کلونه دی.

افغان حکومت وايي غواړي د روږدو کسانو د درملنې ظرفیت په کال کې ۴۵ زرو ته لوړ کړي.

اوس په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۱۰ مرکزونه فعال دي. چې د ۳۹ زره روږدو کسانو د درملنې وړتیا لري. خو له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ویاند دانشیار وايي، هوډ لري چې دا ظرفیت په کال کې ۴۵ زرو روږدو کسانو درملنې ته لوړ کړي:

Image copyright none

'' په پام کې لرو چې د افغانستان په څو زونونو کې د فینیکس کمپ په شان چې نور کمپونه هم جوړ کړو په هلمند او ننګرهار کې مو د داسې مرکزونو رغولو اقدام کړی چې یو څو سلنه کار یې پاتې دی، په پشپړیدو سره به پرانیستل شي.''

فینیکس چې یو مهال د بهرنیو ځواکونو مشهور کمپ و. اوس د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدل شوی دی.

هر روږدی کس باید لږ تر لږه ۴۰ ورځې دلته تر درملنې لاندې وي او ځینې یې بیا د کار زده کړې کورسونو کې هم د شپږ میاشتو لپاره پاتې کېږي.

د فینیکس کمپ د روغتون مشر ظاهر سلطانی وايي له یوه کال نه په لږ موده کې له ۱۰ زرو ډېر روږدي د درملنې لپاره ورته راوړل شوي:

''هغه کسان چې د د درملنې دوره یې پوره کېږي او غواړي کار زده کړي د کار زده کړې کورسونو ته یې ورپیژنو او هغه چې غواړي خپل کور ته لاړ شي کورنیو ته یې سپارو''

په کابل کې د فینیکس کمپ د درملنې ترڅنګ، یو شمېر روږدو کسانو ته د کارد زده کړې زمینه هم برابره کړې ده. علي دلته دجامو ګنډل زده کوي، نه یواځې د نشې له کړاوه به ژغورلی وي، بلکې راتلونکي ته یې هم د یوه مناسب ژوند لپاره هیله په ټوکېدو ده.