BBC
 شاته

د کوټې روغتون ځانمرګي برید ۴۰ قربانیان مدافع وکیلان وو

Image copyright AP
Image caption چاودنه داسې مهال شوې، چې له روغتون بهر د یوه مشر مدافع وکیل بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر ګڼ خلک راټول وو.

د پاکستان بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې په یوه روغتون کې د پروني (زمري ۱۸مه) ځانمرګي برید په اعتراض هلته سوداګرو کاربندیز اعلان کړی او د حکومت لخوا ټولې تعلیمي ادارې رخصت شوي دي.

د نویو شمېرو له مخې ددغه خونړي برید د قربانیانو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی او تر ۱۱۰ ډېر کسان ټپیان دي. ۲۸ تنه ټپیان د کراچۍ اغاخان روغتون ته لېږدول شوي.

بلخوا پاکستاني مدافع وکیلانو د هېواد په ټولو لویو او وړو ښارونو کې کاربندیز کړی او ورسره یې ددغه خونړي برید له امله د وکیلانو ۷ ورځنی ویر اعلان کړی دی. کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وایي، وژل شویو کې تر ۴۰ ډېر مدافع وکیلان دي.

دغه برید تېره ورځ د کوټې ښار په ملکي روغتون کې په داسې مهال وشو چې ددغه ښار مدافع وکیلان د خپل همکار بلال انور کاسي پر مړي راټول شوي و. کاسي تر دغه ځانمرګي برید وړاندې د کوټې په منوجان سړک کې نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.

د برید انځورونه

د کاسي د وژنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې دواړو منلی، خو خپلواکو سرچینو تراوسه نه ده تایید کړې چې ددې برید ترشا د کومې ډلې لاس و.

په دغه خونړي ځانمرګي برید کې د مدافع وکیلانو او ولسي وګړو ترڅنګ دوه خبریالان هم وژل شوي چې مړي یې نن خاورو ته وسپارل شول. د پېښې نور قربانیان هم خپلو سیمو کې ښخ شوي دي.

Image copyright AFP

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پوځ مشر جنرال راحیل شریف تر برید وروسته سملاسي کوټې ته ورسېدل او د امنیت په اړه تر بیړنیو غونډو وروسته یې دغه ځانمرګی برید د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور پرضد ګام بللی.

دغه اقتصادي دهلیز د پاکستان له ګوادر بندر نه پیلېږي او د چین تر کاشغره رسېږي. د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالت سیاستوالو وړاندې ویلي چې په اقتصادي پلان کې ددوی سیمې له پامه غورځول شوي دي.

لومړی په پام کې وه دغه لاره د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو له لارې ګوادر ته وغځېږي چې واټن یې لنډ دی، خو اوس پنجاب ایالت په پام کې نیول شوی.

ټولنیزو رسنیو غبرګون

د کوټې په ځانمرګي برید قربانیان ترډېره ځوانان دي. پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو له پرون راهیسې د کوټې ځانمرګي برید پرضد پیغامونه او د قربانیانو انځورونه خپرېږي او ورسره دا پوښتنه مله ده چې دا کسان په کوم تور ووژل شول؟

د فسبوک کاروونکو د بلوچستان پر اعلی وزیر نواب ثناؤ الله زهیري هم سختې نیوکې کړي چې دغه برید کې یې د هند څارګره اداره پر لاس لرلو تورنه کړې. یوه کس پر خپل فسبوک لیکلي، "نواب ثناوالله زهري ان ددې سیمې د پولیسو تاڼې (قومندانۍ) له مشر لا پوښتنه نه ده کړې او د عاملینو تر شا يې د هند د لاس وهنې ادعا وکړه."

کوټه د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز او ستر ښار دی چې ګڼ نفوس لري او له تېرې یوې لسیزې راهیسې پکې ناامني ده. ځینې بلوڅ بېلتونپال له پاکستان نه د خپلواکه کېدو لپاره د دولت پرضد وسله مبارزه کوي چې له امله هلته د خلکو ژوند، کاروبار او تعلیم هم اغیزمن شوی.

ځینې سني افراطي ډلې بیا د مذهب له مخې هلته مېشت شیعه هزاره توکمي په نښه کوي چې د خلکو ترمنځ د فرقه یې تاوتریخوالي وېره خپره کړې.