شاته

د بریټانیې د صدراعظم په توگه د دیوید کامرون وروستۍ شېبې

دیوید کامرون له هغه وروسته د خپلې دندې د استعفا پریکړه وکړه چې د اروپایی اتحاد څخه یی د برتانیی د نه جلا کیدو کمپاین ناکامه شو.

ټاکل شوې ده چې هغه به د صدراعظم په توگه وروستیو پوښتنو ته هم ځوابونه ووایي او وروسته به د برمینگهام قصر ته رهي شي څو خپله استعفا رسماً د بریټانې ملکې الیزابت ته ور تسلیم کړي.

د اروپایي کمیسیون رئیس ژان کلود ینکر وایي "مونږ به ضرور ورپسې خپه اوسوو. دلته به یې ضرور د نشتوالي احساس وشي. زما به ډیر پدې یادیږي چې ما ورسره د اروپایي اتحاد د کمیسیون د مشر په توگه د دندې پر مهال ښې اړیکې ټینگې کړې وې."

هغه بریټانوي ورځپاڼې، ډیلي تلگراف سره په مرکې کې وویل چې هیواد ته د خدمت دا موده د هغه دپاره لوی ویاړ گڼل کیږي.

نوې صدراعظمه تریسا مې به د جون د میاشتې د درویشتمی نیټې د رفرندم د تر پریکړې وروسته د هیواد د ارامولو هڅه وکړي او ترڅنگ یې د اقتصادي بازارونو د تشویق لارې چارې وسنجوي.

ښاغلي ینکر وویل "زه نه غواړم چې نوې صدراعظمې ته د ښه کار لکچر ورکړم خو د غوره مشورو د ورکولو نه به هم لاس وانخلم په خاصه توگه خلکو ته د خدمت په برخه کې"

د لیبرال گوند د مشرتابه دپاره سیالي هم د دریم کاندید په اعلانیدو خپل اوج او نهایي شدت ته رسیدلې ده.

دریم نوی رابرسیره شوی کاندید پخواني وزیر اووین سمیت د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د دې گوند د مشرۍ دپاره اوسنی مشر جرمي کوربین او د مشرتابه دپاره بله کاندیده د کارگرو د گوند پخوانۍ ویانده انجیلا ایگل چلینج کړي

هغه وایي دی به یو رادیکال او د ډاډ وړ مشر وي.

اوس نو د برتانیی په مطبوعاتو کې پدې بحثونه دي چې د برتانیی د اقتصاد وزیر جورج آزبورن به خپل مقام چې د اروپایي اتحادیې څخه د وتلو نه وروسته اوس د یو لږ ستونزو سره مخ دی، وساتلای شي او که نه؟

میرمن تیریسا مې د خپلې نوې کابینې د غړو پر اعلان چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په شپه وشي غور وکړي.