شاته

ښځو چارو وزارت: د امن کورونو تمویل حکومت په غاړه اخلي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې په دې هېواد کې به د امن کورونه د حکومت له خوا تمويلېږي او په دې اړه دغه وزارت هلې ځلې پيل کړي دي.

د ښځو چارو وزارت وياندې دا خبره وروسته له هغه ازادي راډیو ته وکړه چې د امن له کورنو سره د نړيوالو مرستو د کمېدو له کبله اندېښنې زیاتې شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې شا او خوا دېرش د امن کورونه شته.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، حکومت د امن د کورونو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر موسسې چې د دغو کورونو مديريت يې پر غاړه درلود، اندېښنه څرګنده کړې چې که د دغو کورونو د تمويل لپاره نړيوالې مرستې قطع شي، دا کورونه به هم بند شي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت وياندې کبرا رضايي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل چې افغان حکومت غواړي دغه د امن کورونه تمويل کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"ولسمشر ژمنه کړې ده چې هڅې کوي د امن د کورونو بودجه د افغانستان د دولت له بودجې تمويل کړو او د ښځو چارو وزارت هم په دې اړه له دولت سره خبرې کړي څو د هغو کسانو چې د امن کورونو په اړه اندېښنې لري، اندېښنه یې رفع شي."

مېرمن رضايي زیاته کړه چې تر اوسه د افغانستان په شلو ولايتونو کې ۲۷ د امن کورونه شته او له دغو څخه يې شپږ په کابل کې دي.

په کابل کې له دغو کورونو څخه يو یې د ۲۰۰۴مېلادي کال راهيسي د افغانستان د کوچنیانو او ښځو د مرستې موسسې يا «HAWCA» له خوا اداره کېږي.

د دې موسسې اداره کوونکې مينا سلطاني ازادي راډيو ته وويل چې که تر درو مياشتو پوري مالي مرستې تر لاسه نه کړي، دا پروژه به ودرېږي.

نوموړې زیاته کړ:

"په دې موده کې مرسته کوونکي چې له موږ سره يې ملاتړ کړی دی UNWOMEN وو او په دې وروستيو کې دغې ادارې موږ ته وويل چې ښايي خپلې مرستې قطع کړي او ونه کړای شي بېرته زموږ ملاتړ وکړي، نو موږ نورو دونرانو ته درخواستونه ولېږل، خو په دې اړه مو ځانګړې مرسته او ملاتړ نه دی تر لاسه کړی او په دې خاطر زموږ اندېښنه دا ده چې يوه مياشت نوره مرسته تر لاسه نه کړو، زموږ د امن کور به بند شي، اوس مهال د ملګرو ملتونو مرسته تر درو مياشتو پوري لرو."

مېرمن سلطاني زیاته کړه چې د افغانو ښځو او کوچنيانو سره د مرستې موسسه هر کال شا او خوا درې سوه ښځو ته د سرپناه، حقوقي او ټولنيزې مرستې زمينه برابروي.

د دې په وينا، په ۲۰۱۶میلادي کال کې د ښځو پر وړاندي د کورنیو د تاوتريخوالي شا او خوا ۲۵۶ قضيې يې حل کړي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"بېلابېلې قضيې وې، د بېلګې په توګه مېرمن او مېړه طلاق غوښت او له يو بله جلا شوي وو او ډېری کسان چې نه يې غوښتل بيرته له خپلې مېرمنې يا مېړه سره يو ځای شي، کله چې له يوه بله جلا شول، د ټولنيزو خدماتو پر اساس چې د دوی لپاره مو په امن کور کې درلودل، دوی مو پر خپلو پښو ودرول او هغوی پخپله وکړای شو چې خپل ځانونه تکيه کړي."

په امن کورونو کې هغه ښځې او نجونې ژوند کوي چې د کورني تاوتريخوالي له کبله تېښتې ته اړې شوي وي.

دوی د ښځو چارو وزارت له خوا د امن کورونو ته معرفي کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي کچه په ۱۳۹۵میلادي کال کې د تېر کال په پرتله اته په سلو کې زیاته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه کمېسيون تېر کال د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي تر پنځه زره او پنځه سوه زیاتې قضيې ثبت کړي دي.