شاته

نبوي جومات ته څېرمه انتحاري حمله او سعودي کې نور بریدونه

سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د مدینې منورې په ښار کې نبوي جومات ته نژدې یوه ځان وژونکې چاودنه شوې ده.

پر دې سربېره د سعودي په دوو نورو ښارونو جده او قطیف کې هم پرون چاودنې شوې چې په کې د چا د وژل کېدو په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوې.

د دوشنبې په ماښام د روژه ماتې پر مهال مدینه منوره کې نبوي جومات ته څېرمه د موټرو په یو پارکینک کې چاودنه وشوه.

د سعودي عربستان د سبق خبري اژانس وايي، په همدې ورځ د سعودي عربستان په دوو نورو ښارونو کېځان وژونکي بریدونه شوي خو څوک یې نه دي وژلي.

العربیه ټلویزني شبکې ویلي، په مدینه کې یو ځان وژونکي په داسې حال کې چاودنه وکړه چې امنیتي سرتېري روژه ماتې ته ناست وو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې د پېښې په ځای کې یو موټر ښيي چې لمبې او دودونه ترې پورته کیږي.

العربیه ټلویزون ویلي په دې چاودنه کې دوه امنیتي سرتیري او خپله برید کونکی وژل شوي دي.

نبوي جومات هغه ځای دی چېرې د اسلام د پیغمبر ﷺ مقبره ده او هرکال میلونونه زیارت کونکې ورځي.

مدینه منوره له مکې وروسته د مسلمانانو دویم سپیڅلی ښار ګڼل کیږي.

په مدینه منوره کې په دې چاودنې پسې په ختیځ ښار قطیف کې دوه چاودنې شوي.

همدارنګه د سعودي عربستان په دویم لوی ښار جده کې هم د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې چاودنه شوې ده.

د سعودي عربستان په دویم لوی ښار جده کې هم د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې چاودنه شوې ده.

د سعودي عربستان په دویم لوی ښار جده کې هم د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې چاودنه شوې ده.

قطیف کې چې ډېر استوګن یې شیعه مسلمانان دي یو شمېرکسانو رسنیو ته ویلي په سیمه کې یې یو ځانو وژونکی چاودنه او یو هم موټري بمي برید شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ویل کیږي دغلته چاودنې په داسې مهال شوي چې د ښار ډېر استوګن د روژه ماتې لپاره په کورونو کې وو.

په جده کې بیا د دوشنبې په ورځ یو ځان وژونکي هغه مهال د یو روغتون د موټرو په پارکینګ کې چاودنه وکړه چې یو امنیتي سرتېری ور لنډ شو.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، برید کوونکی ووژل شو او دوه امنیتي سرتیري سر سري ټپیان شول.