BBC
 شاته

ډوپېنګ: پارالمپيک سياليو کې د روسيې پر ګډون بنديز ولګېد

Image copyright AP

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې (ای پي سي) د ۲۰۱۶ کال پارالمپيک سياليو کې د روسيې پر ګډون بنديز لګولی دی.

ای پي سي دغه پرېکړه د ډوپېنګ پر ضد نړيوالې ادارې، واډا د هغې راپور پر بنسټ کړی چې ویلي يې وو، د روسيې لوبغاړي د حکومتي چارواکو په مرسته منع شوي درمل کاروي.

د راپورونو له مخې د روسيې پارالمپيک کمېټه غواړي د دغې پرېکړې پر ضد نړيوالې محکمې ته خپله دعوا وړاندې کړي.

د يکشنبې په ورځ (۷ اګست) د ډوپېنګ ضد نړيوالې ادارې مشر فېلېپ کروېن يوه خبري کنفرانس ته وويل "په روسيه کې د منع شويو درملو د کارولو ضد اداره په بشپړ ډول ناکامه شوې، له دې امله په پارالمپيک کې د روسیې غړيتوب سملاسي ځنډول کېږي."

تر دې وړاندې، د اي پي سي د پرېکړې خلاف د اولمپيک نړيوالې کمېټې د ريو په سياليو کې د روسيې پر ګډون بشپړ بنديز نه و لګولی. اوس د دغه هېواد ۲۷۱ لوبغاړي په اولمپيک سياليو کې برخه اخلي.

د اولمپيک نړيوالې ټولنې، د بېلابېلو لوبو ادارو ته واک ورکړی و چې د روسيې لوبغاړو څېړنه وکړي، که ډوپېنګ يا منع شوي درمل يې نه وي کارولي، کولای شي د اولمپيک په سياليو کې برخه واخلي.

د ډوپېنګ ضد نړيوالې ټولنې په راپور کې راغلي وو، چې روسیې د ۲۰۱۴ کال د ژمني اولمپيک سياليو کې خپلو لوبغاړو سره په ډوپېنګ کې مرسته کړې وه.

Image copyright Getty
Image caption د ډوپېنګ ضد نړيوالې ادارې مشر فېلېپ کروېن يوه خبري کنفرانس ته وويل "په روسيه کې د منع شويو درملو د کارولو ضد اداره په بشپړ ډول ناکامه شوې، له دې امله په پارالمپيک کې د روسیې غړيتوب سملاسي ځنډول کېږي."