د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو لومړۍ ورځ
-
AFP
د برازيل په ريو ډي جينرو کې د ۲۰۱۶ کال روانو اولمپيک سياليو پر لومړی ورځ اسټراليا دوه د سرو زرو او د ژېړو يوه مډال په ګټلو سره د دعو سياليو په جدول کې لومړی ځای خپل کړ.
-
EPA
اسټراليا دواړه د سرو زرو مډالونه د لامبو وهلو په سياليو کې ترلاسه کړل.
-
GETTY IMAGES
ويتنام اولمپيک سياليو کې د سرو زرو لومړی مډال د نښې ويشتلو په برخه کې ترلاسه کړ. تر دې وړاندې اولمپيک سياليو کې ويتنام د ژېړو او سپينو زرو مډالونه ګټلي وو خو دا يې د سرو زرو لومړنی مډال دی.
-
GETTY IMAGES
چين د اولمپيک سياليو پر لومړۍ ورځ ټول شپږ مډالونه وګټل. مېنګ زوګجنګ د ټوپک ۱۰ متره واټن نښه ويشتلو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
-
EPA
امريکا د روانو اولمپيک سياليو پر لومړۍ ورځ ټول پنځه مډالونه وګټل، چې په هغو کې يو د سرو زرو او څلور د سپينو زرو دي.
-
EPA
د امريکا متحده ايالتونو ګيني ترشر په نښه ويشتلو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
-
GETTY IMAGES
جاپان د اولمپيک سياليو پر لومړۍ ورځ ټول پنځه مډالونه وګټل چې په هغو کې يو د سرو زرو او څلور د ژېړو دي
-
GETTY IMAGES
د سړو په ۴۰۰ متره واټن لامبو کې د اسټراليا مک هارټن له خپل چینايي سیاله یو څو شېبې وړاندې و او د سرو زرو مډال يې خپل کړ.
-
GETTY IMAGES
د اولمپيک سياليو پر دوهمه ورځ به اسټراليا د لامبو د بېلابېلو سياليو تر څنګ په بايسکل ځغلونه، جمناسټېک او د سمندر غاړې واليبال سيالو کې برخه اخلي.
-
GETTY IMAGES
د جاپان ډيا سيټو د لامبو په برخه کې د سرو زرو مډال وګاته، د لوبو په لومړۍ ورځ جاپان ټول پنځه مډالونه وګټل.
-
AFP
د هنګري د سرو زرو مډال ګټونکې کټينکا هوسوزو د امريکا د سپينو زرو مډال ګټونکې مډلين او د اسپانيې د ژېړو مډال ګټوونکې خپل مډالونه په لاسونو کې نيولي.
-
AFP
د هنګري کټينکا هوسوزو د لامبو په برخه کې له مډال ګټلو وروسته
-
EPA
د کډوالو د لوبډلې ښځنينه لامبو وهونکې يسرا مارديني په ۱۰۰ متره واټن بټرفلای لامبو کې په ۴۱ نمبر راغله، خو په دې و نه توانېده چې راتلونکې مرحلې ته لار ومومي.
-
AFP
د اولمپيک لوبو پر دوهمه ورځ د سرو زرو ۱۴ مډالونو لپاره سیالۍ کېږي. په دې کې د غېږنیونې، غشي ویشتنې، سوکوهنې، باسکټبال، موټر ځغلونې، فوټبال، جمناسټک، جوډو، بایسکل ځغلولو، هاکي او ځينې نورې لوبې ترسره کېږي.