شاته

ایران د خپلو سرحدي پولیسو د وژلو له کبله د پاکستان سفیر احضار کړ

تهران د پاکستان سفیر وربللی او د پاکستان-ایران ترمنځ سرحد کې یې د ایراني سرحدي پولیسو په وژلو یې ورته اعتراض کړی دی.

ایراني چارواکي وایي برید د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له خاورې د سیستان-بلوچستان په ایالت کې په سرحدي ساتونکو شوی او نهه تنه یې وژلي دي.

سني وسله والې ډلې جیش العدل د برید مسولیت اخیستی دی.

د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي چې تهران د پاکستان سفیر قاسم خان دراني ته وویل "پاکستان باید د دغو تروریستانو د نیولو لپاره چې زموږ د سرحد نهه ساتونکي یې ووژل، جدي اقدامات وکړي او سزا ورکړي".

د سیستان بلوچستان ایالت اکثریت سونیان دي. اسوشیتډ پرس وايي په برید کې درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

دا اول ځل دی چې په دې وروستیو کې په یو برید کې د ایران نهه سرحدي سرتېري وژل کیږي. معمولآ د ایران په جنوب- ختیځ ایالت کې د ایراني ځواکونو او سوني وسله والې ډلې جیش العدل ترمنځ نښتې کیږي.

په دغه سیمه کې د نشه يي توکو قاچاقبران هم فعاله دي او وخت ناوخت له ایراني عسکرو سره جنګ کوي. دا سیمه د نشه يي توکو د قاچاقو ترانزیتي لار هم بلل کیږي.