یوه جوړه له ۶۹ کاله ګډ ژوند وروسته هممهاله مړه شوه
د امریکا په ایلینوی کې یو مېړه او مېرمن له ۶۹ کاله ګډ ژوند وروسته له یو ساعت په کم وخت کې مړه شول.
۸۹ کلنه ترزا واتکین په الزایمر اخته وه، ۹۱ کلن خاوند ایزاک یې لاس په لاس کې نیولی و، مړه شوه، ایزاک هم یواځې ۴۰ دقیقې وروسته مړ شو.
د دې جوړې لمسي ویلیام واتکین ویلي: "په یو وخت د دواړو تلل مو نه غوښتل، خو له دې ډېره هیله مو هم لرلی نه شوه".
* سرطان ښځه او مېړه په یوه اونۍ کې ووژل
* د نړۍ تر ټولو ډېر عمر ښځه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه
د دې جوړې یوې لور لارا د دوی د جنازې مراسمو کې وویل: "له یو بل سره یې ډېره مینه درلود، له یو بل پرته یې ژوند نشو کولی".
ترزا او ایزاک په یوه ځایي روغتون کې بستر و. کله چې روغتیاپال پوی شول، نور یې ژوند په ختمېدو دی او دواړه په سختۍ سا اخلي، نو د دواړو کټونه یې څنګ په څنګ سره واچول.
د دوی د کورنۍ غړو هم د دې جوړې لاسونه سره ور کړل، چې د ژوند په وروستیو شېبو کې هم له یو بل سره په تماس کې وي.