BBC
 شاته

ایران له پاکستان وغوښتل پر پوله د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي

د انځور حقوق dolat.ir
Image caption حسن روحاني د پاکستان له لومړي وزیر غوښتی چې د پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

له پاکستان سره پر پوله د لسو ایراني پوله ساتو له وژنې وروسته تهران له اسلام اباد د ورته بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د ایران د حکومتي رسنیو د رپوټ له مخې، د دغه هېواد ولسمشر د پاکستان لومړي ته د یوه پیغام په استولو سره د خپلو پوله ساتو پر وژنه خواشیني ښودلې.

حسن روحاني پر نواز شریف غږ کړی چې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د پرمختیا او پایښت لپاره دغه بریدګر د قانون منګولو ته وسپاري.

* ترهګرۍ ضد عرب ټلواله: د پاکستان پر ګډون د ایران اندېښنه

* د پاکستان د پوځ پخوانی مشر د اسلامي هېوادونو د پوځي اتحاد مشر شو

تېره چهارشنبه وسلوالو د ایران او پاکستان ترمنځ په جاوه کې لس ایراني پوله ساتي ووژل.

حسن روحاني په دې خواشیني ښودلې، چې د پاکستانیو چارواکو له ژمنو سره سره بیا بیا یې سرتېري "د کرایه شویو وسلوالو" له خوا د پاکستان له خاورې په نښه کېږي.

"موږ خواشینی یو چې د اړین ګام نه پورته کولو له امله د اسلامي ایران پوله ساتي او کله کله بې ګنا خلک وژل کېږی او زیانمېږي".

د ایران ولسمشر پر ایراني پوله ساتو دغه برید د سیمه ییزو ستونزو له امله بللی او ویلي یې دي: "اوس ځینې هېوادونه په خپلو نیابتي جګړو سره د اسلامي نړۍ یووالی په نښه کوي ".

د انځور حقوق news.police.ir
Image caption د پاکستان او ایران پوله ساتي، په بلوچستان کې له سرحدي سیمې سره نږدې له یو بل سره خبرې کوی.

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له خولې د ایران خبري سرچینې وایي، چې د دغه برید له امله په تهران کې "د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور بلل شوی دی".

"د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیزې اسیا عمومي مشر د ایران اعتراض د پاکستان سفیر ته وړاندې کړی او ترې غوښتي یې دي چې د دغو ترهګرو د نیولو او سزا رسولو لپاره پاکستانی لوري سختې او بنسټي هڅې وکړي".

د دې رپوټ له مخې دغه ایراني چارواکي د پاکستان له سفیر وغوښتل چې پر خپلو پخوانیو ژمنو ودرېږی او په راتلونکي کې د پاکستان له خاورې او پولې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

* ''د خبرو تر پايلو ايراني ساتونکي نه وژنو''

* ایران: ځانمرګو بریدونو لسګونه کسان وژلي

د پاکستان سفیر هم پر دې پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دی چې د ایران دغه غوښتنه به ډېر ژر خپل حکومت ته ورسوي.

د جیش العدل په نوم ډلې د لسو ایراني پوله ساتو د وژنې مسوولیت منلی دی، دا ډله ځان د ایران د حکومت په مقابل کې د سني بلوڅانو د حقونو مدافع بولي.

له دې مخکې هم جیش العدل پر ایراني ځواکونو د بریدونو او د دوی د یرغملولو مسوولیت منلی دی.

ایراني چارواکي جیش العدل او نورې ډلې چې توندلاری سني فکر لري په لوېدیزو او سیمه ییزوهېوادونو پورې اړوند بولي.

د انځور حقوق .
Image caption جیش العدل پخوا هم ایراني ځواکونه وژلی او یا هم یرغمل کړي.