شاته

د ۲۰۱۷ لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ ملکيان وژل شوي او ۱۴۶۶ ټپیان شوي

یوناما په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ ملکي افغانان په افغانستان کې وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله څلور فیصده کموالی ښيي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه خپل درې میاشتنی ریپوټ خپور کړ، چې له مخې یې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله، د وژل شویو ملکي افغانانو په شمیر کې دوه فیصده او د ټپيانو په شمیر کې پنځه فیصده کموالی راغلی دی.

یوناما په خپل ریپوټ کې جګړه، وسله‌والې نښتې، چاودنې، ځانمرګي او هوايي بریدونه د ملکي تلفاتو د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي دي.

یوناما په دې ریپوټ کې، د ملکي افغانانو د ۶۲ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده، چې د ۲۰۱۶ عیسوي کال د همدې مودې په پرتله پنځه فیصده زیاتوالی ښيي.

یوناما ویلي، چې د حکومت وسله‌والې مخالفې ډلې په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو ویلي "د وسله والو شخړو پرمهال په قصدي توګه د ملکیانو وژل او ټپي کول جنګي جرم دي. د حکومت مخالف عناصر باید دا زړه بوږنوونکی عمل ودروي."

په دې ریپوټ کې د ۱۶۵ ملکيانو د وژل کیدو او د ۲۸۶ نورو د ټپي کیدو مسؤولیت د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچول شوی، چې د تیر کال په پرتله ۲ فیصده کموالی په کې راغلی دی.

د یوناما د ریپوټ له مخې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د ځمکنې جګړې له امله۹ فیصده ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې مسولیت یې کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی.

یوناما په افغانستان کې له ټولو ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې د جګړې پر مهال نړېوال منل شوي اصول مراعت او د ملکيانو د ژوند د خوندیتوب ته پام وکړي.

د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د ملګروملتونو دې راپور ته په غبرګون کې خپل وسله وال مخالفان په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مسول ګڼلي دي او ویلي دي چې تروریستان پر ملکي میشتو سیمو بریدونه کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د افغانانو د ژوند د خوندیتوب مسولیت لري، خو د ښاغلي رحیمي پر وینا دا د افغانستان دښمنان دي چې ملګي وګړي وژني.

ښاغلي رحیمي وویل " طبعآ د حکومت په توګه موږ خپلو هیوادوالو ته د امنیت د برابرولو په برخه کې مسولیت لرو، خو پر ملکي میشتو ځایونو باندې د ډیرو بریدونو مسولیت د افغانستان د دښمنانو، تروریستانو او طالبانو په غاړه دی، چې زموږ هیوادوال شهیدانوي ".

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند وویل، د یوناما په راپور کې د هغو برخو فیصدۍ کې د پام وړ کمی راغلی چې دمخه افغان امنیتي ځواکونه یې مسول ګڼل شوي وو.

هغه وویل، افغان حکومت د دې راپور د سپارښتنو په برخه کې له نړیوالو ادارو سره کارکوي، تر څو په وضعیت کې لا ښه والی راشي.

طالبانو تراوسه د یوناما دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه دغې ډلې د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو دا ډول راپورونه یواړخیز بللي وو.