BBC
 شاته

روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې

د انځور حقوق AFP/Getty Images

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو احتمالي ننګونو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په روان کال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورسره مخامخ دی.

په دغه مطلب کې په جوزجان کې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم د پلویانو پرونی لاریون او د دوستم د پلویان ناخوښي، د طالبانو مخ په زیاتیدونکي ګواښ او کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ هغه څه یاد شوي چې ښايي روان کال د افغان ولسمشر په وړاندې ننګونې رامنځته کړي.

ولسمشر غني احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړ

ورځپاڼه دې هم اشاره کوي چې ښايي ښاغلی حکمتیار هم د افغان ولسمشر لپاره یو ستونزې زیږوونکی نوی سیاسي حلیف وي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ایران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه د شوې هوکړې په اړه یوه مطلب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هغې خبرې ته اشاره کړې ده چې وايي د ایران د اتومي پروګرام او په دې برخه کې د شوې هوکړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونې باید له پامه وغورځول شي او چندان توجه دې ورته نه کیږي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption واشنګټن پوسټ د ایران د اتومي هوکړې په اړه د جواد ظریف خبره راخیستې، چې وايي د ټرمپ څرګندونې دې بابیزه وګڼل شي

ورځپاڼه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي و ایران د اتومي پروګرام پر سر د شوې هوکړې له روحیې سره سم چلند نه دی کړی او زیاتوي چې د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې ښايي دې ته اشاره وي چې په ۲۰۱۵ کال کې په دې برخه کې د هر اړخیز او ګډ عمل پلان لغوه کړل شي.

ډونلډ ټرمپ: ایران اټومي تړون سم نه پلی کوی

د ورځپاڼې په باور ښاغلی ظریف په دې ښايي له نور ډیر ښه پوه شي چې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د بهرنۍ کړنلارې په برخه ترینګلې څرګندونې د کورني سیاست لپاره په ګټه وي.

ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د جنین د سقط یا لرې کولو په اړه یو مطلب خپور کړی او زیاتوي چې د دغه ډول پېښو له امله مېرمنې له کورنۍ تاوتریخوالي سره مخامخېږي، خو زیاتوي چې له داسې لارو چې پایلې یې خوندي نه دي او غیر معیاري دي د جنین د سقط پيښې مخ په ډېرېدو دي.

کرسټین ساینس مونیټور

کرسټین ساینس مونیټور ورځپانې په بلخ کې پر شاهین قول اردو د برید په اړه یو مطلب کې ویلي چې دغه برید وښودله چې وسله وال طالبان د داعش په څېر لوی ګواښ دی.

بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

ډیلې ټیلیګراف

بلخ د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرسټین ساینس مونیټور ورځپانې وسله وال طالبان د داعش په څېر لوی ګواښ بولي

بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې ټیلیګراف په یوه مطلب کې ویلي چې د پنځو نورو کلونو لپاره د محافظه کار ګوند په واک کې پاتې کېدل به په دې معنی وي چې بریتانیا به پنځه کاله نور هم د اروپا د بشري حقونو د محکمې غړی هېواد پاتې شي.

هندوستان ټایمز

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز وايي هند خبر داری ورکړی چې له طالبانو او (اسلامي دولت) نومې ډلې سره باید یو ډول چلند وشي .