BBC
 شاته

د عکسونو البوم: په غشو او غولکو له پولیسو سره نښته

برزیل د انځور حقوق Reuters
Image caption مامور پلیس مسلح به اسلحه گرم در برابر فرد بومی مسلح به تیر و کمان

د سې شنبې په ورځ د برازیل ځینو اصلي اوسېدونکو په برازیلیا کې د لاریون پرمهال له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

په دې لاریونونو کې زرګونه کسان له خپلو ابتدايي وسلو (غشو او لرګیو) په ګټې اخیستو د خپلو حقونو د ساتلو دفاع ته راوتلي وو.

تېر کال له دغو بومي اوسېدونکو سره د ځمکې پرسر په نښته کې دیارلس کسان ووژل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption ډېری لاریون کوونکي هغه بومي وګړي وو، چې په دودیز ډول یې خپلې جامې اغوستې وې.
د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس وايي، نښته هغه مهال پیل شوه، چې ځینو لاریونیانو د پارلمان ودانۍ ته ځانونه نژدې کول غوښتل
د انځور حقوق EPA
Image caption ځینو لاریونیانو له ځانه سره غشي او لیندۍ لېږدولې
د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس وايي، د بومي وګړو له خوا په ویشتل شویو غشو چا ته زیان نه دی اوښی
د انځور حقوق AFP
Image caption د بلواضد پولیسو له ډال نه په ګټې اخستو د ځانونو ساتنه کوله
د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریونیانو د تابوتونو په لېږدولو سره وښوده چې د بومي خلکو وژنه دې نوره ودروله شي
د انځور حقوق Reuters
Image caption پولسو د لاریونیانو تیک پرک کولو لپاره اوښلن ګاز وکاراوه
د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو او لاریونیانو هڅه کوله اوښلن ګاز لرونکي کپسول بېرته پر پولیسو وکاروي