امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه سختوي
امریکا هوډ لري، د لا نورو بندیزونو د وضع کولو او ډيپلوماسۍ له لارۍ شمالي کوریا دې ته اړه کړي چې له خپل اټومي او توغندیز پروګرامه لاس واخلي.
د شمالي کوریا په اړه دغه تګلاره په سپیڼه ماڼۍ کې له امریکايي سناتورانو سره د ډونلډ او د هغه د لوړپوړو امنيتي او استخباراتي چارواکو تر ځانګړې ناستې وروسته غوره شوې ده.
شمالي کوریا دمګړۍ هم د خپل توغندیز پروګرام له امله د ملګرو ملتونو د سختو بندیزونو له فشار سره مخامخ ده.
شمالي کوریا وايي توغندیزې ازموینې ډېروي
له امریکايي سناتورانو سره تر ځانګړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن، دفاع وزیر جیمز مېټس او د استخباراتي بنسټونو مشر دن کوټیس په ګډه خبرپاڼه کې وویل: "امریکا باثباته او له سوله ییزې لارې له اټومي وسلو د پاکې (کوریا ټاپووزمې) غوښتونکې ده.
په خبر پاڼه کې راغلي: "امریکا همدارنګه په دې باره کې خبرو اترو ته چمتو ده، لکه څنګه د خپل ځان او ملګرو دفاع ته هم چمتو یوو."
د امریکايي چارواکو په خبرپاڼه کې راغلي، د سپیڼې ماڼۍ تګلاره دا ده چې د اقتصادي بندیزونو په سختولو او له خپلو ملګرو او سیمه ییزو شریکانو سره د ډیپلوماټیکو هڅو په زیاتولو شمالي کوریا دې ته اړ باسو چې د خپلو بالستیکي توغندیو او اټومي وسلو له پراختیا لاس واخلي.
په جنوبي کوریا کې لاریون
د تېرې چهارشنبې په ورځ امریکا د توغندیو د شنډوونکی دفاعي سیستم (تاد) لومړني توکي جنوبي کوریا ته ولېږدول.
په جنوبي کوریا کې فعالانو او نیوکګرو دغه هېواد ته د امریکا د (تاد) سیستم د وسایلو پر لېږد لاریون وکړ.
د جنوبي کوریا د سیونګجو ولایت ته د یادو توکو پر رسېدو سلګونه کسان سړکونو ته راووتل او د یاد توغندیز سیستم پر نصبولو یې نیوکه وکړه.
شمالي کوریا: د سترګو په رپ کې امریکايي بېړۍ ډوبولای شو
امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری: د اټومي برید ځواب ته چمتو یو
په ارام سمندرګي د امریکايي ځواکونو قومندان (هري هریس) ويلي: "دغه وسایل د دې لپاره دي چې د کیم جونګ اون عقل سر ته راشي، نه ددې لپاره چې هغه پرې له پښو وغورځوو."
یاد امریکايي جنرال چې د امریکا ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو په کمېته کې یې خبرې کولې وویل، باوري دی که له تخنیکي پلوه شمالي کوریا امریکا ویشتونکې وسلې تر لاسه کړي، نو پر امریکا برید کوي: "کیم په هره ازموینه کې خپل هدف ته چې د امریکا د ښارونو په نښه کول دي، ور نږدې کېږي."
په وروستیو کې چې د شمالي کوریا له خوا د نویو وسلو د ازمویلو په اړه خبرې کېږي، د دغه هېواد په اړه نړیوال جنجالونه هم په ډېرېدو دي.
چین هم جنوبي کوریا ته د تاد سیستم د وسایلو پر لېږد نیوکه کړې او ویلي دي، له دې سره به په سیمه کې بې ثباتي زیاته شي.
چین د یاد سیستم د نصبولو له امله چاپیریال ته په ورپېښېدونکو ګواښونو او همدارنګه د جګړې د احتمال په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.