شاته

اروپایي اتحادیې د اوکراین لپاره د ویزې اسانتیا تصویب کړه

د اروپایي اتحادیې سفیرانو نن د اوکراین لپاره د ویزې اسانتیا تصویب کړه.

دا له اروپایې اتحادیې سره د اوکراین د لا نېژدې کېدو او له ویزې پرته اروپا ته د اوکرایني وګړو د سفر پر لور یو مهم ګام وو.

د اروپایې اتحادیې وزیران اوس پر دې کار کوي چې دا پریکړه د مې پر ۱۱مه رسمي او تمه ده د مې پر ۱۷ په سټراسبرګ کې د دې تړون د لاسلیک لپاره مراسم نیول کېږي.

اروپایې ډیپلوماټانو آزادي راډیو ته ویلي چې هیله لري د ویزې پرته سفر مقرره به د جون له نیمایې څخه عملي شي.

دا پریکړه به پر ټولو هغو اوکرایني وګړو عملي شي چې بریښنایې پاسپورټونه ولري.

دوی به له ایرلنډ او بریتانیا پرته د اروپایې اتحادیې ټولو غړو هېوادونو ته تر ۹۰ ورځو پورې سفر وکړای شي.