BBC
 شاته

فکر لاري: د اولمپيک سياليو لپاره لوبغاړي څرنګه روزلى شو؟

د ۲۰۱۶ کال اولمپيک لوبې په برازيل کې پيل شوې دا د افغانستان ۱۴ ځل دی چي په دې لوبو کې برخه اخلې.

٨٠ کاله وړاندې په ١٣١٥ لمريز کال کې افغانستان د لومړي ځل له پاره د اولمپيک لوبو کې برخه واخيسته هغه وخت يې دوه گدون کوونکي درلودل خو د ريو ډي ژينېرو - اولمپیک لوبو ته له افغانستانه یو لوبغاړي هم بریالی نشو او یواځې ۳ کسان په دې لوبو کې ګډون کوي چې هغه هم په افتخاري توګه لېږل شوي دي.

له دغو لوبغاړو هيلې او تمه څه ده او افغانستان څه ډول اولمپيک ته غوره ځوانان موندلاى شى؟

د فکر لارې په دې خپرونه کې پر همدې خبرې کوو مېلمانه راسره په کابل کې عين نور حسن چې افغانستان کې د غر ختونکو نجونو ملي لوبډلې غړې ده. د انګلستان په برمېنګهم کې ایاز ساپی چې د لوبو په برخه کې یې زده کړې کړې، بل مېلمه دلته لندن کې مسلکي سوک وهونکی ساحل احمد دي.