د افریقا حاکم ګوند سیمه ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې
د سوېلي افریقا سیمه ییزو ټاکنو وروستۍ پایلې ښيي چې د افریقا ملي کانګرې حاکم ګوند چې د اپارتاید دورې پایته رسېدو وروسته په واک کې و، کلکه ماته خوړلې ده.
دا ګوند بریالی شو چې د سوېلي افریقا ترټولو لوی ښار جوهانسبوک کې خپلې څوکۍ وساتي؛ خو د پایلو تر اعلان وروسته پلازمېنه پرتوریا او پورټ الیزابت کې دیموکراتیک یووالي مخالف ګوند، له حاکم ګوند نه مخکې شو.
ورته وخت کې د سوېلي افریقا ولسمشر جاکوب زوما هڅه وکړه ټاکنو کې د خپل ګوند ترخو پایلو وروسته، ارام وبرېښي.
هغه وویل، سیمه ییزو ټاکنو وښوده چې په دې هېواد کې دیموکراسي بالغه شوې ده.