BBC
 شاته

ډان: لوګر کې لوېدلې پاکستانۍ چورلکې کې د راحیل شریف زوم نه و

ډان:

Image copyright AFP

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې هغه رپوټونه رد کړي چې وايي د هغې پاکستانۍ چورلکې سپرليو کې د پاکستاني پوځ مشر راحيل شريف زوم هم و او ګواکې اوس د طالبانو سره په بند کې دى.

دغه راز رپوټونه د ورځپاڼې په وينا ځينو ځايي او سيمه ييزو رسنيو کې خپاره شوي و.

خو ډان ورځپاڼې پر ټوېټر د پاکستان د پوځ وياند عاصم باجوا پيغام را اخيستى چې وايي؛ د چورلکې هېڅ يوه سپرلۍ د پوځ له مشر سره کومه خپلوي نه لري.

واشنګټن پوست:

Image copyright epa

واشنګټن پوست په خپلې نننۍ ګڼې کې د "طالبانو نوي کومانډو ځواک د افغانستان د پوځ زور وآزمويه" تر سرليک لاندې يو مطلب لیکلی، ورځپاڼه هلمند کې روانې جګړې ته په اشاره ویلي؛ اورپکو خپل جګړييز تکتيکونه ښه کړي، ترڅو د دولتي ځواکونو له تکتيکونو سره سيالي وکړي.

واشنګټن پوست زياتوي؛ طالبان داسې کسان جګړې ته لېږلي چې د کومانډويي ډلګيو غړي برېښي. ورځپاڼه په دې باور ده چې د دغه ډول کسانو شمېر اوس د طالبانو په ليکو کې څو سوو ته رسېږي. د طالبانو يوۀ قومندان د اخبره ورځپاڼې ته تاييد کړې هم ده.

اکسپرس ټريبيون:

اکسپرس ټريبيون وايي؛ ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان د انرژۍ وزيران روانه مياشت په فرانسه کې سره وګوري او د کاسا – ١٠٠٠ پروژې برېښنا فرعي ستيشنونو لپاره د تړونونو هوکړه وروستۍ کړي.

ورځپاڼې سويس مېشتې اې بي بي، د جرمني زېمېنز او د فرانسې استوم د هغو کمپنيو په نامه نومولي چې د يادو سب ستېشنونو جوړولو ته يې لېوالتيا څرګنده کړې.

نيويارک ټايمز:

Image copyright

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ايتاليا، هنګري، او سلوانيا کې د يو شمېر انساني قاچاق کوونکو نيول کېدو خبر را اخيستى. د ورځپاڼې په وينا دوى د يوې پاکستاني توکمې ډلې غړې دي چې په څو هېوادونو کې فعاليت کوي.

دغې ډلې بنګالي، پاکستاني او افغان کډوال لېږدول.

دې ان اې:

هندوستان چاپې دې انې اې ورځپاڼې د مشهور هندي فلمي ستوري رجني کانټ په اړه مطلب خپور کړى چې په دې وروستيو کې يې د "کبالي" په نامه يو بريالى فلم نندارې ته کېښوول شو.

ورځپاڼې موندلې چې په دغه فلم کې رجني کانټ ته ٥٠٠ ميليون هندي روپۍ ورکړل شوي چې نژدې ۷،۵ ميليونه امريکايي ډالر کېږي.