شاته

د فرانسې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو انتخابات نن پیل شول

په فرانسه کې نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی پړاو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پیل شو.

دغه انتخابات به د اروپایي‎ اتحادیې د راتلونکې او له روسیې سره د لویدیځ د اړیکو په ګډون د فرانسې په اوسني جیوپولټیک دریځ اغېز وکړي.

په ټوله فرانسه کې نن د سهار له اتو بجو تر ۶۰ زرو زیات مرکزونه پرانېستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د هغو کسانو شمېر ته په پام سره چې نن تر غرمې یې په انتخاباتو کې ګډون کړی ښیي چې د ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سلو کې څه کم ۲۹ کسانو چې د رأیو ورکولو مستحق پیژندل شوي، ګډون کړی دی.

دغه شمیره د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو په نسبت لږ څه زیاته ده.

یوه رأیې ورکوونکي رویټرز ته وویل:

"طبعا دا یوه ستره او مهمه ورځ ده. دغه انتخابات به په فرانسه او نوروځایونو کې د بدلونونو سبب شي. دا ډیره ښه خبره ده او موږبه یې نتیجو ته سترګې په لاره یو."

دا په څو لسېزو کې د فرانسې د ولسمشرۍ لومړی ځل انتخابات دي چې وړاندوېنه یې ګرانه ده او څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې په پاریس کې د پولیسو یو افسر ووژل شو چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخېست.

په دغو انتخاباتو کې ۱۱ کسانو ځانونه کاندید کړي چې د رأیې ورکونکو د امنیت د تأمین لپاره یې شاوخوا ۵۰ زره پوليسو او اووه زره سرتېري ځای پرځای شوي دي.

نظر شمېرنې ښیي چې مرکزي یا منځ‎لاری ایمانوېل‎مکرون او ښي اړخې ماري‎لیپین به ډېرې رأیې وګټي او د ولسمشرۍ دوهم دورته به لاره پیدا کړي.

د دې ترڅنګ محافظه کاره کاندید فرانسوا‎فیلون او چپ اړخي جین‎مالینکون هم د دې چانس لري چې د مۍ د اوومې د ولسمشرۍ دوهم ځل انتخاباتو ته را‎ووځي.