شاته

د متخصصو ځوانانو نندارتون 

د وري د میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پولتخنیک پوهنتون کې د متخصصو ځوانانو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و چې په لسګونو ځوانانو خپلې لاسته راوړنې په کې نندارې ته وړاندې کړې.

په دې نندارتون کې لاسي صنایع، زیورات، ټېکنالوژي، افغاني خوراکونه او یو شمېر نور وسایل نندارې ته وړاندې شول چې دننه په افغانستان کې د افغان ځوانانو په لاسونو جوړ شوي وو.

دې نندارتون ته راغلي ځوانان په دې خوښ و چې د خپل وطن تولیدات یې په خپلو سترګو ولیدل او ورسره اشنا شول.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي: