BBC
 شاته

ترکيې کودتا: د فتح الله ګولن برخليک

د امريکا مېشتي ترکي ملا فتح الله ګولن، قانوني وکيلان وايي دوی اندېښمن دي چې د نوموړي ژوند په خطر کې دی.

د ترکیې حکومت ښاغلی ګولن پر دې ګرم ګڼي، چې دغه هېواد کې د شوې ناکامې کودتا تر شا همدی و، يو داسې تور چې ده رد کړی دی. د ترکيې حکومت يې اوس له امريکا د ورسپارلو غوښتنې ته تياری کوي.