شاته

آخندزاده: په هلمند کې د طالبانو ضد عملیات ندي شوي

په ولسي جرگې کې د هلمند استازی، عبدالحی آخندزاه وایي چې په هلمند کې اکثره جنگیالي ځایي طالبان دي چې د افغان ځواکونو په وړاندې جنگیږي.

ښاغلي آخندزاده د اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل چې په هلمند کې اکثره طالب جنگیالي د سیمې نه راپورته شوي خلک دي او ځیني بیا د پاکستان څخه راغلي دي.

ښاغلی آخندزاده زیاته کړه چې د هلمند د بیلابیلو ولسوالیو خلک د دغو طالبانو تر اغیزې لاندې راغلي او د هغوی په وړاندې پاڅون نکوي.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې هلمند د نړیوالو ترورستانو تر برید لاندي دی.

خو ښاغلي حیات وویل چې د وسله والو هڅې یې ناکامه کړي دي چې غوښتل یې د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سقوط ورکړي.

د هلمند والي زیاته کړه چې عملیات ځکه ټکني دي چي وسله وال د خلکو له کورونو څخه استفاده کوي او په کوڅو کې ماینونه ښخوي. خو په کابل کې د هلمند استازی په خپل ولایت کې د افغان حکومت د اقدماتو څخه نه هیلې دی.