سوري یاغیانو له داعش نه منبج 'مهم ښار نیولی'
د سوریې بریتانیا مېشتي د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د عربي، کردي او امریکا په ملاتړ د 'سوریې دیموکراټیک ځواک' له خوا د سوریې منبج ښار په بشپړه توګه د 'اسلامي دولت' ډلې له لاسه وتلی. دا ښار د داعش په لاس کې و.
د 'اسلامي دولت' له ولکې نه د ایستلو لپاره د سوریې په شمال کې منبج ښار ته ګډ ځواکونه سره یو شوي وو.
له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کېده چې دا سټراټيژیکه سیمه له یادې ډلې بېرته ونیوله شي.
د سوریې ډیموکراټیک ځواک یوه ویاند رویټرز ته ویلي، منبج کې لاهم جګړه روانه ده، خو کابو ۹۰ سلنه ښار د داعش له لاسه وتلی دی.
بریتانیا مېشتي د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د منبج مرکز کې ایله یوڅو داعش جنګیالي پاتې دي.
دا ښار څه باندې دوه کاله وړاندې داعش ونیو.
منبج ښار د حلب په کلیواله برخه کې د ترکیې پولې ته څېرمه جنوب لوري ته پروت دی.
د منبج ښار واټونه چې له ترکیې سره پوله لري، د داعش اصلي مرکز رقه ښار له حلب سره نښلوي.
رقه لاهم د 'اسلامي دولت' ډلې په لاس کې دی.
دا تګلوری د 'اسلامي دولت' د وسلو او مهماتو د لېږد رالېږد لپاره ډېر مهم و.
رپوټونه وايي، پر منبج ښار د امریکا بمبارۍ کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژل شوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو، په ښار کې شاوخوا ۷۰ زره ولسي وګړي په ناڅرګند حالت کې پاتې دي.