BBC
 شاته

افغانانو ته د کورني او ټولنیز ژوند د سلامشورو مرکز

Image caption د لارښوونو دغه ټولګي ته نجونو او مېرمنو خو دا زړه کړی چې ددې ځورونکې او لوی ستونزې سپړلو پسې څو ګامه له کوره ووځي خو ماته ګرانه وه چې د دوئ له ژبې د دوی داستان واورم.

افغانستان کې د کورنیو اړیکو ناسموالی د تاوتریخوالي لوی لامل بلل شوی، کابل کې یو مرکز د کورني سمون، جنسي اړیکو او ټولنیز ژوند په لارو چارو خلکو ته سلامشورې ورکوي او ګڼې کورنۍ ورځي.

ورتلونکي تر ډېره ښځینه دي چې وايي تر بل هرچا ډېر له کړاو سره مخ دي نارینه هم د لړزان ژوند جوړېدو ته د یوه پوهنتوني استاد لارښوونې اوري.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي دغه مرکز ته ورغلی او له ګډونوالو سره یې خبرې کړې.

یو جلا ټولګی او له نورو ټولو څانګو بېل ګډونوال، د کابل ښار یوه روغتون کې د پوهنتوني استاد لارښوونو ته ګڼ کسان ور ټول وي، د کورنیو او ګډ ژوند کیسې اوري جنسي اړیکي، د غوسه سړي سړول او له کړاو ډک ژوند ته مسکېده چې تاوتریخوالی کابو کړي.

د ټولګي ډیره برخه میرمنې او ځوانې نجونې او لږ یې سړي دي دلیل یې دا چې ښځې له لا ډیرې له کورنيو جنجالونو سره مخ دي سلامشوره ورکونکی استاد شرف الدین عظيمي مې وپوښت کیسه چېرې ناسور ده: ''له بده مرغه ډېرې ستونزې په جنسي اړیکو کې دي زموږ د ټولنې اتیا- نوي سلنه جنسي اړیکې سمې نه دي او په دې برخه کې موږ کوم متخصص او څیړونکی هم نه لرو موږ ته خلک راځي چې خپلې جنسي ستونزې راسره شریکې کړې ښځو ته زموږ ښځینه همکارې مشورې ورکوي او نارینه ته موږ''.

د لارښوونو دغه ټولګي ته نجونو او مېرمنو خو دا زړه کړی چې ددې ځورونکې او لوی ستونزې سپړلو پسې څو ګامه له کوره ووځي خو ماته ګرانه وه چې د دوئ له ژبې د دوی داستان واورم.

نو مې له ۲۱ کلنې نفیسې د نورو د کیسو پوښتنه وکړه چې ووايي ملګرو دلته څه ستونزې راوړې وې او څه یې لاس ته ورغله ''هو زه داسې مېرمنې پېژنم چې کورنی ژوند یې ناجوړه و له مېړه سره یې ستونزې وې د کور له نورو غړو سره خو کیسه ټول د ژوند له ملګري خرابېږي نو یې دلته مشورې واورېدې اوس یې هرڅه سم دي''.

یو بله ګډونواله چې له نورو رابیله شوه د پروان اوسېدونکې اتلس کلنه اصیله سعادت وه او په ډانګ پیلې خبره یې وکړه څه چې ما ترې پوښتل څه ته راغلې یې ''راغلم د خپل راتلونکي ژوند لپاره پوهه شمه اورېدلي مې و چې دلته له اروايي پلوه ښې مشورې ورکول کیږي، کورنۍ ستونزې څنګه حل کړې، څوک څنګه دخپل ژوند لپاره انتخاب کړې''.

نو د ژوند د ملګري په ټاکنه پوه شوې؟

''هو هو''.

Image caption د جنسي اړیکو او د جوړې ترمنځ د یوبل پالل دومره خوندي رازونه دي چې د کورنۍ تر نژدې غړو نه شي رسېدای؛ ځکه نو که ډېر د خپل زړه خبرې یا له ځان سره ساتي او په یوه مرګونې بیه بربنډوي دغه حالت د ډېرو افغانانو پر ذهنونو لوړ فشارونه پرېښي.

خو دا نه یوازې د یوه ټولګي او یوې سیمې خبره ده د بشري حقونو خپلواک کمیسون هم مني چې افغانستان کې ډېرې ننګونې د مېرمنو لپاره په کورونو کې دي، دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون ویاند رفیع الله بیدار وايي ۹۷ سلنه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي کړیږي او پاتې یې له کوره بهر په دندو او نورو برخو کې زړه خوړینې دي.

د جنسي اړیکو او د جوړې ترمنځ د یوبل پالل دومره خوندي رازونه دي چې د کورنۍ تر نژدې غړو نه شي رسېدای؛ ځکه نو که ډېر د خپل زړه خبرې یا له ځان سره ساتي او په یوه مرګونې بیه بربنډوي دغه حالت د ډېرو افغانانو پر ذهنونو لوړ فشارونه پرېښي.