BBC
 شاته

د 'سوپرمن' پخوانی کارتوني انځور په ۱ میلیون ډالر

Image caption کارپوهانو ددغه کارتوني انځور وضعیت ته له لسو ۵٫۵ نومرې ورکړې.

په یوه علني لیلام کې د خیالي شخصیت 'سورپرمن' کارتوني انځور په ۹۵۶۰۰۰ ډالرو وپلورل شو.

پخپله ددغه رسم بیه ایله ۱۰ سنټه ده، چې په ۱۹۳۸ کال په لومړي ځل د 'اکشن کومیکس' له خوا بازار ته راووت.

دغه کارتوني انځور د امریکا دالاس کې د هېرېټېج لیلام کور کې خرڅلاو ته وړاندې شوی و، چې د سوپرمن له سلو اصلي انځورونو یو دی.

کارپوهانو ددغه کارتوني انځور وضعیت ته له لسو ۵٫۵ نومرې ورکړې.

خو دا انځور د قیمت له اړخه له یوه بل انځور ټیټ و؛ ځکه کارپوهانو هغه بل انځور ته له لسو ۹ نومرې ورکړې وې، په دې معنا چې په هېرېټیج کې په ۲۰۱۴ کال د ۳٫۲ میلیون ډالرو مقابل کې وپلورل شو.

د لیلام دغه کور ویلي، د پنجشنبې په ورځ دغه پېرل شوی کارتوني انځور د لوېدیځ ساحل سیمې د یوه کتابتون څښتن اړوند و، چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه.

ده ویلي، چې د تېرې پېړۍ ۹۰ لسیزه کې یې هغه کتاب د ۲۶ زرو ډالرو مقابل کې ترلاسه کړې و، چې د سوپرمن دغه کارټوني انځور پکې و.

کله چې په اکشن کومېکس کې د کارتوني انځورونو منځ کې راښکاره شو، سوپرمن پر یوه شخصیت بدل شوی و او په ۱۹۳۹ کال د کارتوني انځورونو بېل کتابونه ورته ځانګړي شوي وو.