سوریه کې ویجاړ شوي روغتونونه
د رپوټونو له مخې د سوریې په حلب ښار کې خلک له ډېر بد بشري ناورین سره مخامخ دي.
د دغه ښار ځینې برخې نورو سیمو ته هېڅ لار نلري ځکه د روسیې په ملاتړ حکومتي ځواکونه پکې له یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.
بي بي سي له هغه سوریايي ډاکتر سره خبرې کړي چې د حلب ښار د ګوتو په شمار روغتونونو کې کار کوي.