شاته

کندز په امام صاحب کې طالبانو او افغان ځواکونو بیا جګړې کړي

کندز کې ولایتي چارواکې وایي، د دغه ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په تازه نښتو کې ۱۵ وسله وال مخالف وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د کندوز د والي ویاند محمود دانش وايي، چې طالبانو د امام صاحب پر ولسوالۍ باندې تیره ورځ له څو طرفونو څخه برید کړی و چې په نتبجه کې ۱۵ تنه د دولت مخالف وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نورټپیان شوي دي.

د کندوز د والي ویاند وایي، په دغو جګړو کې د افغان ځواکونو دوه ملاتړي محلي پولیس هم ټپیان شوي دي.

دانش زیاته کړه چې طالبانو دغه برید د امام صاحب د جوی بیګم، قرغز، اسماعیل قشلاق او نواباد کلیو له خوا پیل کړی و چې له کلک مقاومت سره مخ شول او د تلفاتو له وراوښتو وروسته طالبان په شا شول.

له بله پلوه د قلعه ذال په ولسوالۍ کې د بې پیلوټه طیارې په برید کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، د قلعه ذال یو تن اوسیدونکی چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله ویې ویل چې د بې پیلوټه طیارې په برید کې د طالبانو یو تن قوماندان له پنځه نورو ملګرو سره وواژه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې د افغان او قاطع ملاتړ په ګډو عملیاتو او هوايي بریدونو کې چې په تیرو دوه ورځو کې په قلعه ذال کې ترسره شوي ۱۸ تنه طالبان وژل شوي دي، اعلامیه زیاتوي چې د سیف الله په نامه د طالبانو یو تن قوماندان هم وژل شویو کې شامل دی.

اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ۴ تنه نور طالبان ټپیان شوي دوه موټرې او څلور موټرسایکلونه یې تخریب شوي دي.

له بلې خوا په دغه اعلامیه کې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ کې همطالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولوادعا شوې ده.

په اعلامیه کې وویل شوي چې په راغستان کې د مراد مجیب په نامه یو تن چې په ښاروال مشهور و د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی، او یو بل طالب له افغان ځواکونو سره یو ځای شوی او خپله وسله یې افغان ځواکونو ته تسلیم کړی ده.

خو طالبانو رسنیو ته په یو استولې اعلامیه کې د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د نهو پوستو د نیولو ادعا کړې وه.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي، چېد تیرې ورځې په جګړه کېد افغان ځواکونودرې قوماندانان وژل شوي.

طالبان وایي، د دغو دریو قوماندانانو سره درې د ملي اردو سرتیري هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دغه جګړه کې یوازې د خپلو دوو وسله والو وژل کیدل او د پنځه نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

همداشان طالبانو د بدخشان د راغستان په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو سره د تیرې ورځې جګړه تائید کړې او په دغه جګړه کې د ملي اردو د شپږ سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده.

افغان امنیتي ځواکونو په کندز اوبدخشان کې د ملي اردو د سرتیرو د وژلو ادعا بې اساسه بللې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.