BBC
 شاته

'د چورلکې سپرلۍ د برخلیک پرېکړه به طالب مشرتابه کوي'

Image copyright
Image caption ورځپاڼه لیکي د طالبانو یوې سرچینې دوی ته ویلي چې د یوه روسي په ګډون، د لوېدلې چورلکې ټوله سورلۍ د دوی له یوه سیمه ییز قومندان سره خوندي ده او د دوی د برخلیک په تړاو پرېکړه به د طالبانو مشرتابه کوي.

ایکسپرېس ټربیون

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د افغانستان لوګر ولایت کې د پاکستانۍ نسکورې شوې چورلکې سورلۍ له طالبانو سره ده او ټول خوندي دي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو یوې سرچینې دوی ته ویلي چې د یوه روسي په ګډون، د لوېدلې چورلکې ټوله سورلۍ د دوی له یوه سیمه ییز قومندان سره خوندي ده او د دوی د برخلیک په تړاو پرېکړه به د طالبانو مشرتابه کوي.

ایکسپرېس ټربیون لیکي پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال دوی ته ویلي چې پخپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي سرچینو ته امر کړی چې د چورلکې د سورلۍ په موندلو کې مرسته وکړي. ښاغلي زاخېلوال ورځپاڼې ته ویلي چې مسله به په کرارۍ پای ته ورسېږي.

لوېدیځې ورځپاڼې

Image copyright Getty

نن د لویدیځې نړۍ د ورځپاڼو د ډېرو لومړي مخونه د برازیل په ریو دې جینیرو کې د اولمپیک لوبو د پرانستې مراسمو ته ځانګړي شوي.

ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې سره له دې چې د اولمپیک د لوبو پیل ته یې د خلکو لېوالتیا په رنګینو انځورونو کې ښودلې، د مظاهره کوونکو له خوا یې د اولمپیک مشال ته پېښ ګواښ هغه څه بللی چې وضعیت یې ناکراره کړی ؤ. وړاندې تر دې چې مشال د اولمپیک لوبغاړي ته ورسېږي، یو شمېر مظاهره کوونکو چې د برازیل دولت پر ځینو کارونو نیوکه لري، هڅه کوله پرېنږدي مشال له پلان سره سم د ریو پر کوڅو او سړکونو تېر شي.

ډېلي ټېلېګراف

Image copyright AFP GETTY

ډېلي ټېلېګراف ورځپاڼې بیا پر خپل لومړي مخ د ریو د اولمپیک د لوبغالي لوی او رنګین عکس، د اورلوبې د پیل پر مهال خپور کړی. ورځپاڼې د چارسمبالو له قوله لیکلي چې دلته به لوبې د بیجنګ او لندن په لویوالي نه وي، خو خوندورې به وي.

په یوه بل مطلب کې ډېلي ټېلېګراف خبر ورکوي چې بي بي سي به وروسته له دې بریتانیا کې هغه خلک په کور دننه پیدا کولی شي چې د بي بي سي ټلویزیون ګوري خو لایسنس یا جواز نه لري.

بریتانیا کې هر کور باید د ټلویزیون لایسنس ولري، که نه جریمه کېږي. بي بي سي ته اوس قانوني اجازه ورکړل شوې چې د هغو موټرونو د ګرځولو له لارې بې لایسنسه پتې پیدا کړي چې د وای فای ټکنالوژۍ په کارولو، ښيي چې په کوم ځای کې د بي بي سي ټلویزیون خپرونې د لیدو په حال کې دي.

دې کار داسې اندېښنې راپارولي چې د عامو خلکو محرمیت تر پښو لاندې کوي، خو بي بي سي ویلي چې د دوی څارګران به پر نورو انټرنټي خپرونو کار نه لري.

ټایمز

Image copyright AFP
Image caption ورځپاڼه لیکي د بریتانیايي لوبغاړو نهه بیکونه په هغه ځای کې چې د اولمپیک کلی بلل کېږي او ټول لوبغاړي هلته اوسېږي، ورک شوي.

د ټایمز ورځپاڼه لیکي د ریو اولمپیک لوبو له پیل کېدو لږ وړاندې غلو د بریتانیایي لامبوزنو کالي غلا کړي.

ورځپاڼه لیکي د بریتانیايي لوبغاړو نهه بیکونه په هغه ځای کې چې د اولمپیک کلی بلل کېږي او ټول لوبغاړي هلته اوسېږي، ورک شوي.

د بریتانیا د اولمپیک ټولنې ویلي چې له ټولټال ۳۰۰۰ بیکونو څخه نهه یې ورک شوي.

ټایمز وایي غلو د اسټرالیا د لوبغاړو پر کوټې هم چاپه اچولې وه. په هغې ودانۍ کې چې دوی اوسېدل د اور لګېدو زنګ ووهل شو، او کله چې دوی د باندې وتلي ول، د ورځپاڼې په لیکنه کالي او یو لپ ټاپ کمپیوټر غلا شوی و.

وال سټریټ ژورنال

د امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال لیکي، د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د جولای میاشت له بریدونو وروسته خپل محبوبیت له لاسه ورکړی.

Image copyright Getty

ورځپاڼه لیکي وروستۍ نظر پوښتنه ښيي چې مېرمن مېرکل ۱۲ سلنه ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس ۴۷ سلنه پلویان لري.

د جولای میاشت بریدونو کې چې د جرمني انسبخ ښار کې د موسیقۍ په یوه فستیوال یا جشن کې وشول، ۱۵ کسان ټپیان شول.

د برید ترسره کوونکي سوریايي بریدګر (اسلامي دولت) نومې ډلې ته وفاداري ښودلې وه.