شاته

د زده کوونکو وهل او توهین پر هغوی څه اثر کولای شۍ؟

د وروسته پاتې ټولنې په تعلیمي مرکزونو كې د زده کوونکو وهل او رټل د هغوى د تربيې لپاره ضروري ګڼل كېږي.

ډېری ښوونکي فکر کوي، که زده کوونکي ونه وهي یا لرګی له ځان سره ونه ګرځوي، د زده کوونکي حیا به ترې ونه شي او یا به هم خپل درس ته متوجه نه وي، په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل او توهین اوس یوه معمولي خبره ده، خو څيړنو ښودلې چې وهل او توهین د زده کوونکو د ماغزو جوړښت خرابوي، په اعصابو كې يې فرق راولي او استعداد يې له منځه وړي، خو كه د دې پر ځاى له نرمۍكار واخيستل شي د زده کوونکو د مهارتونو په لوړولو كې ډير ګټور تماميدلاى شي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي: