BBC
 شاته

افغان لوبغاړو پخپل مټ ۲۰۱۶ اولمپیک ته لاره ونه مونده

Image copyright AFP

افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې پخپل مټ د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.

د اولمپیک کمېټې مسؤولین یې پړه پر حکومت ور اچوي، خو خپله لوبغاړي بیا د لازمو اسانتیاوو له نه شتونه سر ټکوي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، اولمپیک سیالۍ د هر ورزشي لوبغاړي یو خوب، خو په دغو سیالیو کې ګډون او د هغه ونډه ترلاسه کول پوره زیار او وړتیا غواړي.

افغانستان په ریو ۲۰۱۶ اولمپیک کې

افغان لوبغاړي نه دي توانېدلي چې د ۲۰۱۶ کال په اولمپیک سیالیو کې په خپل مټ ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.

روح الله نیکپا دوه ځله په دغو سیالیو کې ګډون کړی او مډالونه یې هم ګټلي خو دا ځل یې ان په لوبو کې سهمیه یا ونډه ترلاسه نه شوه کړی.

د افغانستان د تیکواندو ملي لوبډلې مخکنی روزونکی بشیر تره کی د اولمپیک په لوبو کې د ونډې نه ترلاسه کولو یو عمده لامل هم په خپله اولمپیک او سپورتي ادارو کې خپل منځي اختلافات بلل کېږي، چې زیاتره لوبغاړي یې نهیلي کړي دي.

Image caption د افغانستان د تیکواندو ملي لوبډلې مخکنی روزونکی بشیر تره کی د اولمپیک په لوبو کې د ونډې نه ترلاسه کولو یو عمده لامل هم په خپله اولمپیک او سپورتي ادارو کې خپل منځي اختلافات بلل کېږي، چې زیاتره لوبغاړي یې نهیلي کړي دي.

ښاغلی تره کی وايي که اخلافات همداسې روان وي نو افغان لوبغاړي به سل کاله نور هم دا ونډه ترلاسه نه شي کړی.

خو د اولمپیک ادارې چارواکي بیا واورې د حکومت پر بام ورغورځوي او وايي هغه شان چې لازمه ده لوبو او لوبغاړو ته پام نه کوي؛ نو ځکه لوبغاړي ونه توانېدل چې سږ کال ښه وځلیږي.

Image copyright AFP
Image caption جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.

د اولمپیک کمیټې ویاند احسان نیرو بي بي سي ته وویل د نورو لوبو په پرتله د تکواندو لوبغاړو ته تمې ډېرې وې، خو ددغې رشتې لوبغاړي د لازمو او اړینو تیاریو د نه درلودلو له کبله ونه توانېدل د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې په خپل مټ ونډه ترلاسه کړي.

افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې دولس ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې په ژمنیو اولمپیک لوبو کې ګډون نه دی کړی.

اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو اولمپیک سیالیو ته لېږلي دي، چې دوه تنه د اتلاتیک او یو بل به د جودو په برخه کې خپل بخت و ازمايي.

Image copyright
Image caption روح الله نیکپا دوه ځله په دغو سیالیو کې ګډون کړی او مډالونه یې هم ګټلي خو دا ځل یې ان په لوبو کې سهمیه یا ونډه ترلاسه نه شوه کړی.
Image copyright AFP
Image caption اوسمهال افغانستان درې تنه لوبغاړي په سپینو کارتونو د ریو اولمپیک سیالیو ته لېږلي دي، چې دوه تنه د اتلاتیک او یو بل به د جودو په برخه کې خپل بخت و ازمايي.
+ د اولمپیک سیالیو ځانګړې پاڼه وګورئ