شاته

د روسیې، سوریې او ایران همکارې پیاوړې پاتې ده

د روسیې، سوریې او ایران تر منځ په جګړه ځپلي سوریه کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې همکارې پیاوړې پاتې ده.

دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د دې دواړو هېوادونو د لوړو پوړو ډیپلوماټانو ترمنځ له درې اړخېزې غونډې مخکې کړې.

لاروف دا خبرې اترې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنې پیل کړې.

د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه به د درې واړو متحدانو (سوریې، روسیې او ایران) درې اړخېزه غونډه د جمعې ورځ وروسته پیل شي.

لاروف همدارنګه سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو د پېښې په اړه د عیني څېړنو غوښتنه تکرار کړه او دې برخه کې یې د سوریې د حکومت د هغې چمتوالي هرکلی وکړ چې ویلي یې دي دوی به د کیمیاوي وسلو د بندیز د سازمان د څیړونکي هییت کوربه‎توب وکړي.

لس ورځې وړاندې سوریې په شمال لویدیځ ولایت ادلیب کې د کیمیاوي وسلې په برید کې تر اتیاو زیات کسان وژل شوي و.

د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور حکومتونه د سوریې رژیم د دې برید مسؤل بولي.