BBC
 شاته

کابل کې د کریکټ شپږیزو لیګ سیالۍ پیلېږي

Image copyright

په افغانستان کې د کریکټ شپږیزې لیګ سیالیو کې یو شمېر بهرنیو لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکول شوی دی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیلېږي.

د افغانستان کریکټ بورډ چارواکي وايي په دا ځل شپږیزې سیالیو کې ۷ بهرني نړیوال لوبغاړي ناصر جمشید، محمد اصف، کامران اکمل، محمد سمیع، سکندر رضا، سلمان بټ او خالد لطیف ولوبیږي، چې د پاکستان، زیمبابوې او د یو افغان اسټرالیایی هم شامل دی، ولوبېږي.

دغه بهرني لوبغاړي به د شپږیزې لیګ په شپږو لوبډلو کې ولوبیږي، خو د کابل او سپین غر په لوبډلو کې به دوه دوه بهرني نړیوال لوبغاړي وي.

د افغانستان کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وايي یادو لوبغاړو ته یې په نړیوال معیار اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي دانش زموږ له همکار خوشحال تایب سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي د افغانستان کریکټ بورډ اداره اوس ددې پوره وړتیا لري چی د نړیوالو لوبغاړو کوربتوب په سمه توګه وکړي او د نړیوالو لوبغاړو راتګ به په افغانستان کې دننه په کورنیو لوبغاړو ډېره مثبته اغېزه وکړي او ډېرې تجربې به ترې ترلاسه کړي.

ښاغلي دانش وویل، د پاکستان شپږ مېلمانه لوبغاړي به د شپږیزو په شپږو لوبډلو کې یو یو لوبېږي، د کابل بند امیر لوبډلې ته مو دوه لوبغاړي ورکړي، چې یو پکې د زیمبابوې سکندر رضا او سپین غږ لوبډلې ته مو یو اضافي لوبغاړی (د اسټرالیا لوبغاړی) ورکړی دی.

Image copyright