BBC
 شاته

ایران کې پر پوکيمون انټرنېټي لوبه بندیز لګول شوی

Image copyright Getty
Image caption ایران لومړی هېواد دی، چې پر دغه لوبه بندیز لګوي

ایراني چارواکو پر انټرنېټي لوبه پوکيمون ګو د امنیتي ملحوظاتو له کبله، چې په اړه یې څه نه دي ویل شوي، بندیز لګولی.

دغه بندیز د ایران هغې ادارې له لوري لګول شوی، چې انلاین فعالیتونه څاري. ایران له هغو یو شمېر هېوادونو یو دی، چې د دغې لوبې په اړه اندېښنې څرګندوي.

خو ایران لومړی هېواد دی، چې پر دغه لوبه بندیز لګوي. دغه لوبه کې لوبغاړي ننګول کېږي، چې په رښتیني نړۍ کې کارتوني کرېکټرونه ومومي.

له ځینو بندیزونو سره هم ایرانیانو په دې وروستیو اونیو کې پر ټولنیزو ویبپاڼو د دغې لوبې په اړه نظرونه څرګند کړي دي.

تېره میاشت رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ایراني چارواکو انتظار کاوه، وګوري تر کومه بریده ورسره د لوبې پنځونکي د بندیز په صورت کې همکاري کوي

اندونیزیا کې له دې مخکې پر پولیسو بندیز لګېدلی ، چې نه شي کولای د رسمي دندې پر مهال دغه لوبه وکړي او فرانسه کې د دغې لوبې یو لوبغاړی هغه مهال ونیول شو، چې د پوکي مون نیولو هڅې پر مهال یوه پوځي مرکز ته ننوت. بل لور ته سعودي عربستان کې یوه مشهور مفتي د دغې لوبې خلاف فتوا ورکړه.

د نوموړي په وینا دغه لوبه ممنوع عکسونه لري او د جوارۍ یو ډول دی، چې اسلام کې ناروا دی. خو د نوموړي دغه فتوا په ټول هېواد کې په ورته مهال نه عملي کېږي.

بل لور ته نیویارک کې چارواکو پر هغو مجرمانو چې په جنسي جرمونو تورن دي او د ضمانت بدل کې خوشي شوي د دغې لوبې بندیز لګولی.

د دغه بندیز هدف د هغو ماشومانو خوندیتوب ښوول کېږي، چې دغه لوبه کوي.