شاته

د نړیوال المپیک لوبې له هیلو او ستونزو سره نن ماښام پیل کیږي

د برازیل د ریو دی جنیرو د ٢٠١٦ کال د دوبي د المپیک په لوبو کې چې نن د جمعې په ماښام په رسمي ډول پرانستل کیږي، درې افغان لوبغاړي د ځغاستې او جودو په ورزشونو کې سیالي کوي.

د برازیل د لوبو لپاره د افغانستان د ورزشي کاروان رئیس رباني رباني د امریکا غږ ته ویلي دي چې د افغان لوبغاړو له ډلې څخه د ځغاستې په سیالیو کې کیمیا یوسفي د اگست په ١٢ او عبدالوهاب ظاهر د اگست په ١٣ سیالۍ کوي او توفیق بخشي به د جودو په ورزش کې د اگست په ١١ خپله لومړنۍ لوبه وکړي.

دا د نړیوال المپیک ٣١ لوبې دي چې نن ماښام د اگست په پنځمه د برازیل په مرکر ریو دی جنیرو کې په رسمي توگه پرانستل کیږي.

په دغو لوبو کې د نړۍ د ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره او ۲۳۹ لوبغاړي په ٢٨ ډوله ورزشي برخو کې د ٣٠٦ مدالونو پر سر سیالي کوي.

د امریکا متحده ایالات د ٥٥۴ لوبغاړو سره د ریو په المپیک کې گډون کوي

دغه لوبغاړي د متحده ایالاتو د ۴٦ ایالتونو نه انتخاب شوي دي چې په ٢٧ ډوله ورزشونو او څلویښت ډوله دسپلینونو کې به سیالۍ وکړي.

د امریکا د ٥٥۴ لوبغاړو له ډلې څخه ١٢۴ یې د کالیفرنیا، ٣٣ د تکساس، ٣٩ د فلوریدا او نور لوبغاړي ۴٣ نورو ایالتونو نه انتخاب شوي دي. ددې جملې نه ١٨٩ لوبغاړو دمخه هم په المپیک لوبو کې گډون کړی خو ٣٦۴ یې د لومړي ځل لپاره دغه تجربه ترلاسه کوي.

د امریکایي لوبغاړو په ډله کې ٦٦ یې د المپیک د مخکنیو لوبو اتلان دي او ١٠٦ تنو یې مدالونه گټلي دي.

د امریکایي لوبغاړو وسطي عمر ٢٧ کاله دی چې ډیر ځوان یې ١٦ کلن او ډیر زوړ یې ٥٢ کلن دی.

د برازیل د ریو د نړیوال المپیک د لوبو لپاره په امریکایي ټیم کې ډیر لوړ لوبغاړی دوه میتره او لس سانتي ونه لري او ډیره ټیټه لوبغاړې یو میتر او ۴۴ سانتي ده.

د روسیې د المپیک لوبډله د عمومي بندیز نه بچ شوه

د المپیک نړیوالې کمیټې د برازیل د لوبو د پرانستلو څخه ٢۴ ساعته دمخه د روسیې د المپیک د ټیم په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.

د روسیې لوبغاړو ترمنځ د پراخ دوپینگ په وجه په لوبو کې د ټول ټیم د منع کیدو اندیښنه موجوده وه، خو د المپیک نړیوالې کمیټې پریکړه وکړه د ٣٨٩ روسي لوبغاړو له دلې څخه ٢٧١ تنو ته د المپیک په لوبو کې د سیالیو اجازه ورکړي.

د روسیې د المپیک د ټیم یو شمیر غړي ریو دی جنیرو ته د رسیدو پر مهال

د روسیې د المپیک د ټیم یو شمیر غړي ریو دی جنیرو ته د رسیدو پر مهال

١١٨ روسي لوبغاړي له سیالیو څخه منع شول، خو ویل کیږي چې په دې توگه به هیڅ یو روسي لوبغاړي ته د ځغاستې او اتلتیک په لوبو او همداشان د وزن پورته کولو په سیالیو کې د گډون اجازه ور نه کړای شي.

دا د ١٩١٢ کال راهیسې لومړی ځل دی چې روسیه د دومره کوچني ټیم په لرلو سره د نړیوال المپیک په سیالیو کې برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.