شاته

پښتني ټولنه کې د نظر ماتولو دودونه او پر وړاندې یې باورونه

مورې ماڼو ورته لوګۍ کړه
زیارت ته تللې چا به یې مخ لیدلی وینه

موږ په ماڼو او سپیلنو ځکه نظر ماتوو چې لوګی یې راته تر نورو سپیڅلی او خوشبو دار ښکاري، ایا کله مو نظر مات کړی؟

او یا مو هم د نظر لګېدلو تاثیرات لیدلي؟

په نننۍ خپرونه کې مو پر همدغو موضوعاتو خبرې کړي او تاسې ته د نظر په اړه د افغاني ټولنې د بارونو او عقایدو په اړه معلومات وړاندې کوو.

دا ژوند په شېبو کې خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبارخیل وړاندې کړې ده.