شاته

ناوړه دودونو بلخ کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ډب کړې

په بلخ ولایت کې د معارف ریاست چارواکي وايي چې په لرو پرتو ولسوالیو کې د ناوړه دودونو موجودیت او نا امني سبب شوې چې نجونې د ښوونځې له تلو پاتې شي.

د بلخ ولایت د معارف ریاست د مسلک مرستیال لاجمیر افغان زی وايي چې سره له دې چې د بلخ ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې بند ښوونځي نه دي موجود، خو په ډېر شمېر ولسوالیو کې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه نه ورکوي ترڅو ښوونځي ته لاړې شي او تعلیم وکړي.

افغان زوی وايي چې؛ دا مشکل اکثراً په چهاربولک، بلخ، چتمال، شولګره او دولت اباد ولسوالیو کې موجود دی.

هغه یې په اړه وویل:

"نا امني هم کولی شي چې دلیل ووسي، خو اکثراً د بد او ناوړه دودونو موجودیت سبب شوی چې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه ورنه کړي ترڅو ښوونځي ته ولاړې شي، دا دود او غلط ذهنیت د خلکو ترمنځ موجود دی چې ښځه، خپله خور یا هم لور پرېنږدي چې له کوره ووځي او ښوونځي ته ولاړ شي."

لاجمیر وايي په ولسوالیو کې په موجوده ښوونځیو کې نه یوازې د نجونو حضور کم دی، بلکې هلکانو ته هم اجازه نه ورکوي چې سبق ووايي.

دا چې نجونو ته د ښوونځي د تلو اجازه ورکړل شي او د عامه پوهاوي پر ترسره کېدو د خلکو ترمنځ ناوړه دودونه بې ارزښته شي، د بلخ یو شمېر فرهنګي ځوانانو د "راځی چې سبق ووایو" کمپاین د دې ولایت په یو شمېر پښتون مېشته ولسوالیو کې پيل کړی دی.

په بلخ کې د چهاربولک ولسوالۍ یو له همدې سیمو څخه ده، چېرې چې ډېر لږ نجونې کولی شي تر ۹ ټولګي زده کړې وکړي، خو په کې همدا اوس برحاله ۴۶ ښوونځي په کې فعال دي.

د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس د "راځی چې سبق ووایو" کمپاین په ترځ کې په چهاربولک کې قومي مشرانو او عام ولس ته په خطاب کې داسې وویل:

"فکر وکړی دنیا چېرې رسېدلې او زه او په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ستیژ ودرېږم او وایم چې تعلیم ګټه لري، د اسلام خبره دمخه یاده شوه، که غواړی چې د دسترخوان د یو مړۍ ډوډۍ د ټاکنو وټه پورې بریالي وسی، بل هېڅ لاره نه لری، پرته له دې چې سبق ووایی."

په همدې حال کې ذبیح الله زاهد د چهاربولک ولسوال د ناوړه دودونو د حاکمیت ترڅنګ ښوونځیو ته د نجونو د نه ورتګ اساسي دلیل د ښځینه معلمینو په نشتون، د ښوونځیو د تعمیر په نه موجودیت او د کتابونو په کموالي کې بولي:

"د چهاربولک په ولسوالۍ کې ۲۴ تر ۲۶ ښوونځي تعمیر نه لري، د درسي کتاب له نشتون سره مخ یو، مسلکي استادان او ښځینه معلمین هم نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش یا سیګار یو راپور چې یوازې د بلخ ولایت له ۲۶ ښوونځیو څخه معلومات په کې را ټول شوي، دا ښايي چې په یادو ښوونځیو کې د برښنا سیسټم نه دی موجود، د معلمینو امار له هغه څه کم دي چې بیان شوي او ۳۰ سلنه ښوونکي په ښوونځیو کې حاضر وي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی