ننګرهار والي: مخالفین د ځان د تمویل لپاره له کانونو ګټه اخلي
د ننګرهار والي وايي، د دولت وسلهوال مخالفین د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره د دې ولایت له کانونو ګټه اخلي.
محمد ګلاب منکل پرون جلال اباد کې د ښې حکومتوالۍ لپاره د ولسمشر له ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د وسلهوالو د دې کار د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وايي، داعش او نورو وسلهوال په یو شمېر ولسوالیو کې ولسونه ځوروي او ناامني خپروي.
دوی له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دې سیمو د امنیت د ټینګښت او د داعش ډلې د ځپلو لپاره ګام پورته کړي.