BBC
 شاته

له برلين تر ريو د اولمپيک مشعلونه

د اولمپيک لوبې سلګونو کاله تاريخ لري. خو ۱۹۳۶ کال کې چې د برلین لوبې وې د لومړي ځل لپاره یې مشعل څرګند شو. د اولمپيک سياليو لپاره هر ځل نوی مشعل جوړېږي چې د اولمپيک اور د یونان له اولمپيا نه کوربه هېواد ته ولېږدوي. په تېرو څو مياشتو کې د ۲۰۱۶ کال اولمپيک سياليو مشعل د برازيل په بېلابېلو ښارونو وګرځول شو چې وروسته بيا ريو ته يوړل شو. له ۱۹۳۶ څخه تر دې مهاله د اولمپيک مشعلونو په اړه د پور معلوماتو لپاره د مشعل پر انځور کېکاږئ.

د کېکاږلو وړ
  • د اولمپیک مشعل

    ×
  • ۲۰۱۶ کال ريو دي جېنيرو

    ×

    د لومړي ځل لپاره د اولمپيک لوبې په جنوبي امریکا کې ترسره کېږي يو ځانګړی مشعل ورته له بيا کارېدونکو المونيمو څخه د چلېز او هياشي سټوډيو ډيزاين کړ. کله چې دغه مشعل روښانه شي پورتنۍ برخه يې خلاصېږي. رنګ يې د برازيل د سمندر، مځکې، غرنونو، اسمان او د ملي بيراغ استازيتوب کوي. د هر مشعل وزن له ۱ کيلوګرام څخه تر ۱،۵ کيلوګرامه دی او اوږدوالی يې ۶۹ سانتي متره ښودل شوی.

  • ۲۰۱۲ لندن

    ×

    په درېیم ځل کله چې لندن د اولمپيک لوبو کوربتوب کاوه، يو درې اړخيز مشعل د باربر اوزګربي له خوا ډيزان شو. له سرو زرو او د المونيم له پاڼو څخه جوړ شوي مشعل کې ۸۰۰۰ سوري جوړ شوي وو چې هر يو يې د مشعل لېږدوونکي څخه استازيتوب کاوه.

    د ۸۰ سانتي مترو په اوږدوالي سره دا تر ټولو اوږد او د کم وزن مشعل و چې په اسانۍ سره ماشومانو لېږدولی شوای.

  • بيجېنګ ۲۰۰۸

    ×

    دغه مشعل د چين د پخوانيو ډولونو څخه اغېزمن شوی او د تاو شوي کاغذ په شکل جوړ شوی و. د دغې مشعل جوړولو مقصد د شنې ټکنالوژي ښودل وو.

  • اتن ۲۰۰۴

    ×

    يوناني ډيزاينر انډريز وراټوس دغه د يونان له پخوانيو ماډلونو څخه په ګټه اخيستو له لرګي جوړ کړ چې د زيتونو د پاڼې شکل یې درلود. په دغه مشعل پنځه لويې وچې په نښه شوې وې او په نړيواله کچه شاخوا ۲۶۰ ميليونو کسانو يې اور وليد.

  • سيډني ۲۰۰۰

    ×

    دغه مشعل درې برخې درلودې چې هرې برخې يې د ځمکې، اور او اوبو استازيتوب کاوه. ۱۰ ورځې په يونان کې له پاتې کېدو وروسته اسټراليا کې له اولورو څخه ګرېټ بريير ريف ته ولېږدول شو.

  • ايټلانټا ۱۹۹۶

    ×

    د پخوانيو مشعلونو له ډولونو څخه په ګټه اخيستو ميلکم ګريير د نوي اولمپيک مشعل د رخو څخه جوړ کړ.

    په دغه اولمپيک سياليو کې د شاملو لوبو په مناسبت ۲۲ رخې سره يو ځای کړل شوې وې او مشعل يې ترې جوړ کړی و.

    د دغه مشعل لاستی د غوزانو له لرګي څخه جوړ شوی و، چې تر هغه مهاله تر ټولو اوږد مشعل بلل کېده.

    د رخو له سوځېدلو وروسته دا بيا هم کارېدلی شوای.

    ځينې وخت د دغه مشعل لمبې ليدل اسانه نه وو او يونان کې د سفر پر مهال څو ځله مړ شو.

  • بارسلونا ۱۹۹۲

    ×

    د بارسلونا يو صنعتي ډيزاينر اندري ريکارډ قصدا بېلابېل مشعلونه په 'لاتيني' شکل جوړ کړل.

    دغه مشعل د بايسکل له لارې په ۶۵۲ مرکزونو وګرځول شو.

    د مانټيک اولمپيک سټېډيم کې د پارالمپيک غشي ويشتونکي دغه مشعل روښانه کړی و.

  • ۱۹۸۸ سيول

    ×

    د کوريا د چاودېدونکو توکو کمپنۍ داسې يو مشعل له ژېړو او پلاستيک جوړ کړ چې د چرم لاستی يې درلود.

    پر دغه باندې د کوريا دوديز ګرافکس هم کښل شوی و چې دوو ښارمارنو په کې د ختيځ او لوېدیځ تر منځ اړیکي په نښه کولې.

    دغه مشعل په ۲۲ ورځو کې ۴۱۶۷،۸ کيلومتره وګرځول شو. ۲۱ ښارونو ته د ۱۴۶۷ مشعل لېږدونکو په وسیله یوړل شو.

  • لاس انجلس ۱۹۸۴

    ×

    دغه مشعل له المونيمو څخه جوړ شوی او لاستی يې د چرم و. پر دغه مشعل د ميموريل کلوزيم تصوير هم کښل شوی و چې په ۱۹۳۲ او ۱۹۸۴ کلونو کې د اولمپيک لوبو مرکزي سټېډيم و.

    د دغه مشعل لېږد لانجمن او له ناندريو ډک و، ځکه د يو کيلومتر د لېږد لپاره له هر کس څخه درې زره ډالر اخيستل شوي وو.

    د مشعل د لېږد له پيله دوه ساعته وروسته، شوروي اتحاد له دغو لوبو سره پرېکون اعلان کړ. خو د دې سربېره د مشعل د لېږد کتو لپاره زرګونو تنه راغونډ شوي وو.

  • مسکو ۱۹۸

    ×

    د سرو او سپينو زرو جوړ دغه مشعل پر سر يوه حفاظتي پياله او ښيښه لګول شوی وه.

    لينن ګراډ تصدۍ ۶۲۰۰ مشعلونه چې د بارېس ټيوکن له خوا ډيزان شوي وو جوړ کړل. دا مشعل د شوروي اتحاد اختراع په نوم ثبت شوی و.

    دغه مشعل د يونان، بلغاريا، رومانيا او شوروي اتحاد په ښارونو کې ګرځول شوی و.

  • مونټريل ۱۹۷۶

    ×

    مونټريل ۱۹۷۶

    د دغه مشعل جوړوونکو جورجز هيول او مايکل ډيلاير لپاره تر ټولو لوي فکر دا و چې دغه مشعل به پر تلويزيون څنګه ښکاري.

    دوی له سره او تور رنګه مشعل جوړ کړ خو په بل ځانګړي مشعل کې يې بدلون راوست او د لاس برخه یې له سره ډيزاين جوړه کړه.

    په لومړي ځل د دغه مشعل اور د لېزر په ذريعه د سټلايټ له لارې له اتن څخه اټووا ته ولېږدول شو او د روښانولو لپاره يې د يونان له زيتونو څخه کار اخيستل شوی و. د جولای پر ۲۲ د دغه مشعل اور د تېز باد له امله مړ شو، چې بيا روښانه کړل شو.

  • ميونيخ ۱۹۷۲

    ×

    دغه د ګازو مشعل له نيکل نه په دريو برخو جوړ شوی و، د لاس برخه، کاب او د اور نل چې له يو بل سره تړلي وو.

    دغه مشعل د موسم په ناوړه هوا کې ازمويل شوی و چې په هغو کې تېز باران هم شامل و.

    له يونان څخه جرمني ته پر لاره د ۴۶ درجې ګرمۍ له امله ځانګړي مشعلونه وکارول شول.

  • ۱۹۶۸ مکسيکو ښار

    ×

    د دغه اولمپيک لپاره ۳۰۰۰ مشعلونه جوړ شوي وو، چې د مکسيکو نښان هم پرې لګول شوی و.

    د مشعل د لېږد لپاره هغه لار غوره شوې وه کومه چې کرسټوفر کولمبس له اروپا څخه د نوې نړۍ په لټه امریکا ته تللی و.

    دا لومړی ځل و چې يوې ښځينه مشعل روښانه کړ، دغه ښځه انريک ايټا نومېده.

    د دغه مشعل د لېږد پر مهال ځينې کسان د اور له امله ټپيان شوي هم وو.

  • ۱۹۶۴ توکيو

    ×

    دغه تور او سپين مشعل له المونيم څخه جوړ شوی، چې د اوبو، هوا او ځمکې له لارې له اولمپيا څخه توکيو ته ولېږدول شو.

    دغه سفر د جاپان څلور بېلابېلو ځايونو کې پيل شو او په پای کې ټول په يوه ځای سره راټول شول.

    د اګست پر شپږمه په هيروشيما کې اتم بم بريد په ورځ زېږېدلي کس يوشينوري سکاي دغه مشعل روښانه کړ.

  • ۱۹۶۰ روم

    ×

    دغه نری مشعل چې ۵۸۰ ګرامه وزن يې درلود، له پخوانيو مشعلونو اغیزمن دی.

    دغه مشعل يوه وتلي لرغونپوه اميډيو مياوري جوړ کړی و.

    مشعل له يونانه پر هغه لار ولېږدول شو چې پخوانيو خلکو د سيمو لاندې کولو لپاره کارولې.

  • ۱۹۵۶ مېلبورن

    ×

    ويل کېږي د دغه مشعل طرحه کې د لندن اولمپيک مشعل نه ګټه اخيستل شوې وه.

    دغه لوبې په سويډن کې ترسره شوې او مشعل يې له اسټراليا سربېره سويډن ته هم لېږدول شوی و.

    دغه مشعل د ۳۱۱۸ لېږدونکو له خوا ۲۰۴۷۰ کيلومتره وړل شوی و.

  • ۱۹۵۲ هېلسنکي

    ×

    ۱۹۵۲ هېلسنکي

    د دغه کال اولمپيک لپاره يوازې ۲۲ مشعلونه جوړ شوي وو.

    په هر مشعل کې ۶۰۰ ګرامه سپین زر کارول شوي وو، چې له لوبو وروسته د سپورت ټولنو ته ورکړل شول.

    نارينه وو به له دې مشعل سره يو کيلومتره او ښځنه وو له دې کمه منډه وهله. دغه مشعلونه به له هرو ۲۰ دقيقو وروسته د مشعل لېږدونکو تر منځ لاس په لاس کېدل.

  • لندن ۱۹۴۸

    ×

    ۱۹۴۸ لندن

    د لندن د ۱۹۴۸ کال اولمپيک سياليو مشعل رلپه لورز ډيزان کړی و. ده غوښتل چې په لږه بيه يو غوره مشعل جوړ کړي چې د اروپا په ښارونو کې ولېږدول شي.

    هغه مهال دوه ډوله مشعلونه جوړ شوي وو. يو له المونيم څخه او بل د سفر د پای لپاره له اوسپنې. په دې کې د مګنيزيم اور و چې د ورځې په رڼا کې هم ليدل کېدای شوای.

  • برلين ۱۹۳۶

    ×

    ۱۹۳۶ برلين

    د اولمپيک سیاليو لومړی مشعل په برلين کې نندراې ته وړاندې شو.

    دغه مشعل والټرليمېک ډيزاين کړی او د فرېډرېچ ګروپ کمپنۍ جوړ کړی و.

    د ۳۳۳۱ منډې وهونکو لپاره ۳۸۴۰ مشعلونه جوړ شوي وو.

    دغه مشعلونه له اوسپنې جوړ شوي وو چې ۲۷ سانتي متره اوږدوالی او ۴۵۰ ګرامه وزن يې درلود.