د امریکا تکزاس ایالت کې ټرافیکې پېښې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي
د امریکا متحده ایالتونو په تکزاس ایالت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د تکزاس ایالت د عامه محافظت ادارې یوه چارواکي کونارد هېن ویلي چې پېښه پرون د سن انتونیو ښار لویدیځ ته په ۷۵ کیلومترۍ کې د کلیسا د یوه وړوکي بس او یوې لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په وړوکي بس کې له ناستو ۱۴ کسانو چې ټول یې د بپتیست کلیسا مخور غړي و ۱۳ یې وژل شوي او یوازې یو تن ژوندی پاتې خو ټپونه یې ژور دي.
د لارې چلوونکی هم ټپي دی خو وضعیت یې ښه بلل شوی دی.
د تکزاس والي ګرېګ اباټ د پېښې له قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني ښودلې.