هرات کې پر بهرنیو سېلانیانو برید کې شپږ تنه ټپیان شوي
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د بهرنیو سیلانیانو پر لېږدوونکي موټر چې د امنیتي ځواکونو لخوا بدرګه کېده، د هرات – غور پر لاره وسله وال برید شوی او په پایله کې ۶ تنه ټپان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل، دا کاروان نن سهار (اسد/زمري ۱۴مه) د هرات چشت شریف ولسوالۍ په سیلي سیمه کې تر برید لاندې راغلی.
ویل شوي چې په د بهرنیو سیلانیانو په موټر کې ۶ بریتانویان، ۳ امریکایان، ۲ سکاټلنډیان او یو جرمنی و چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون د هغوی شپږ تنه ټپیان شوي دی.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، سیلانیانو له بامیانو حرکت کړی و چې د هرات – غور پر لاره پرې وسله وال برید وشو.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یو شمېر سرتېري سیمې ته استول شوی او جګړه پایته رسېدلې ده.
تراوسه ددې برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.