شاته

د ټرمپ فرمان او په امریکا کې د ایراني محصلینو ناڅرگند برخلیک

د ایران په گډون د شپږو هیوادونو په اتباعو باندې امریکا ته د سفر کولو بندیز په امریکا کې تحقیقاتي پروژې او ځنې علمي پروگرامونه د محصلینو د جذب له کمبود سره مخامخ کړي دي.

په سلگونو ایراني محصلین چې د امریکایي پوهنتونونو څخه د فراغت په پروگرام کې منل شوي ښایي امریکا ته د سفر کولو په اړه د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د فرمان په وجه ونشي کړای چې په راتلونکي مني کې متحده ایالاتو ته راشي.

په داسې حال کې چې د محصلینو د قبلولو پروسه لاهم روانه ده د هغو ارقامو له مخې چې د اسوشیتید پرس اژانس ترلاسه کړي د امریکا د متحده ایالاتو ٢٥ لوی تحقیقاتي پوهنتونونو د ایران په گډون د شپږو هیوادونو ٥٠٠ محصلینو ته لا دمخه په پوهنتون کې د داخلیدو لیکونه استولي دي.

ددغو بهرنیو محصلینو زیات شمیر ایرانیان دي چې د انجینرۍ او د کمپیوتر ساینس په برخه کې ذکاوت لري.

امریکا ته د سفر کولو په بندیز کې ایران، سوډان، سومالیا، لیبیا، سوریه او یمن شامل دي. که څه هم چې دغه بندیز فدرالي قاضیانو ځنډولی دی، خو د قانوني چارو کارپوهان وایي که د محکمې حکم لغوه شي او یا هم ښاغلی ټرمپ نوی فرمان صادر کړي، نو محصلین به د راتلونکي مني له درسي پروگرام نه پاته شي.

د کنیتیکت د انجینرۍ د پوهنتون رئیس کاظم کازرونیان وایي "دا مونږ ته یوه لویه ناکامي ده چې دغو استعدادونو ته لاس رسی ونه لرو."

په امریکا کې د تحصیل د زمینې ناڅرگنده حالت ددې سبب شوی چې یو شمیر بهرني محصلین د کاناډا، استرالیا او جاپان په گډون نورو هیوادونو ته مخه کړي چې د امریکا سره د مستعدو محصلینو د جذبولو پر سر سیالي لري.

ایراني محصلینو د کلونو راهیسې د امریکایي پوهنتونونو د فراغت په پروگرامونو کې پراخه ونډه درلودلې، په ځانگړې توگه د انجینرۍ په برخه کې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالو زده کړو د انستیتوت د ارقامو له مخې د ١٢٠٠٠ ایراني محصلینو له ډلې نه چې تیر کال په امریکایي پوهنتونونو کې جذب شوي، ٧٧ فیصده یې د لوړو زده کړو محصلین وو چې له نیمایي څخه زیات شمیر یې د انجینرۍ زده کړې کړې دي.

زیات شمیر امریکایي پوهنتونونه د خپلو تحقیقاتي پروگرامونو لپاره په بهرنیو زده کوونکو تکیه لري. ځکه امریکایان د لوړو زده کړو پر ځای د لیسانس له اخیستلو وروسته په عمومي توگه د وظیفې موندلو لټه کوي چې د کارپوهانو په اند پوهنتونونه مجبوریږي چې پر بهرنیو محصلینو باندې تکیه وکړي. همداشان ځنې پوهنتونونه په هغو پیسو تکیه لري چې بهرني محصلین یې پر زده کړو لگوي.

زیات شمیر پوهنتونونه اندیښمن دي چې که چیرې سپینه ماڼۍ امریکا ته پر سفر باندې بندیز نوی هم نه کړي، بهرني محصلین مجبور دي چې وروسته لهد ې امریکا ته په راتگ ښه فکر وکړي.