BBC
 شاته

په هرات کې د ښځو د یوازیني مارکېټ نږدې نیمايي دوکانه تړلي

Image caption د اصیلو افغان لاسي توکو ځای بهرنیو او ارزانه شیانو نیولی

دوی وایي، د اصیلو لاسي توکو ځای بهرنیو او ارزانه شیانو نیولی او د پلورنځي د کرایې د ورکولو توان هم نه لری.

دا مارکیټ اوه کاله مخکی پرانیستل شو او هغه مهال پکې یوازې د لاسي صنایعو تولیدات خرڅېدل خو اوس پکې چینایي او نور بهرني توکي هم پلورل کیږي.

دا دوه پوړیز مارکېټ چې ۳۵ نسبتاً غټ پلورنځي لري په ډېر شوق جوړ شو. لورونکي او پېرونکی یې ښځې وې. اوس یی نږدې اوه لس پلورنځي تش شوي او پاتې پرانیستو هټیو کې تر پېرونکو د پلورونکو شمېر ډېر دی.

لومړۍ مېرمن د ښځو لاسي صنایعو نندارتون کې

په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

Image caption د دولت د نه لاسنیوي له امله مو هټۍ وتړل شوې

مېرمن جامۍ ته دا د زغملو نه ده، خو وایي بله چاره نه شته:(( د موږ د لاسي صنایعو تولیدات څوک نه اخلي. د خلکو اقتصاد ښه نه دی. مارکېټ مو د بهرنیو توکو په پلورنځي بدل شوی. زه ډېره اندیښمنه یم او نشم کولی چی دا ماته و منم.))

نفس ګل جامي، چې د دې مارکېټ مدیریت ور په غاړه دی، وایی: (( دا اوه لس دوکانونه چې دلته وینئ ټول تش دۍ. دا ځکه بند شول چې دولت هیڅ همکاري ونه کړه. د دوکانونه کرایه لوړه وه. سودا هم نه وه او چا نه اخیستل. اوس ټول تش دي.))

پرېکړه شوې وه چې یوازې د لاسي صنایعو کورني تولیدات به پلوري. لکه افغان غالۍ، جامې او نور په لاس جوړ شوي زینتي توکي، خو اوس پکې تر ډېره بهرني توکي هم لیدل کېږی.

نجیبه سادات په دې ځانګړي مارکېټ کې دوکان درلود. د غالیو د تولید یو لوی کارځای یی هم د یو سل او پنځوس ښځو لپاره جوړ کړی و خو اوس یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

Image caption له ما سره یو سل او پنځوس ښځو، چې ټولې کونډې وې، کار کاوه.

مېرمن سادات له خپلو ماشومانو سره په کور ناسته ده او یوازې د خپل خاوند عاید ته په تمه ده. خپله سوداګري یې ختمه شوې: (( له ما سره یو سل او پنځوس ښځو، چې ټولې کونډې وې، کار کاوه. دوی غالۍ اوبدلې او ما ورته خرڅولې. ما په مارکېټ کې دوکان درلود. ته خپله زما کارځای ته راغلی وې او هغه دی لیدلی و. اوس هیڅ نه شته. هغه کارځای بند دی. دوکان مې هم پرېښود ځکه کرایه می نه شوه ورکولای.))

افغانستان یو بیوزله هیواد دی او تمه نه کیږی چی د بهرنیو ارزانه توکو پر ځای دې د ورځينو چارو لپاره اصیل کورني لاسي توکي وکاروي، خو مېرمن سادات وایي د یوازینس سوړ شوي ښځینه مارکیټ د ودې امکان شته: (( اوس مې له دولته دا غوښتنه ده چې د هغو بې روزګاره ښځو لپاره چې یو هنر لري د کار موکه برابره کړي. د دوی تولیدي توکي باید بهرنیانو ته ور وپېژني. دولت باید دا کومک وکړي چې زموږ غالۍ خرڅې کړي. که دا کومک ونه کړی موږ هیڅ نه شو کوای.))

په هرات کی د یوازیني ښځینه مارکیټ د پلورنځيو کرایه د ښځو د چارو وزارت اخلي. د هرات سیمه ییزه اداره وایی چی له دې ستونزو بې خبره نه ده او د هوارولو لپاره یې اقدام کوي.

د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد: (( موږ خبر یو. د هرات والي دا ټولې ستونزې له مرکزي چارواکو سره شریکې کړې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې ډير ژر کابل دا مرسته وکړي چې د دغو دوکانونو کرایه یوڅه ټیټه شي او بله دا چې کابل باید مرسته وکړي چې د ښځو لاسي صنایعو تولیدات بهر ته صادر شي))

Image caption د ښځو د یوازیني مارکېټ له ۳۵ هټیو یې ۱۷ خالي شوي دي

په افغانستان کې سوداګریز فعالیت معمولا په دودیز شکل ترسره کېږي او د بازارموندنې اړین عصري معیارونه په پام کې نه نیول کېږي. دا ستونزې په ځانګړی توګه د ښځینه سوداګرو لپاره په یوه خنډ بدلې شوي. تمه کېږي چې د افغانستان دولت مرکزي چارواکي د ښځو له خوا په لاس تولید شوي توکو د بازار د لا سړیدو مخنیوی وکړي.