BBC
 شاته

ورک شوی اندونیزیایی د مار خېټه کې وموندل شو

د انځور حقوق WEST SULAWESI POLICE
Image caption پولیس اکبر نومی اندونیزیايي د مار په خېټه کې وموند

د اکبر د څرک لګولو لپاره د پولیسو د لټون پرمهال نوموړی د یوه لوی مار - چې شک پرې کېده اکبر یې خوړلی، په خېټه کې وموندل شو. پولیسو ۷ متره اوږد مشکوک مار وواژه او د اکبر جسد یې د هغه له خېټې راویوست.

د Reticulated Pythons په نوم دغه ډول مار په نړۍ کې پر سینه ښویېدونکو لویو حیواناتو څخه ګڼل کېږي چې لومړی خپل ښکار زندۍ کوي او بیا یې تر ستوني تېروي.

ډېر کم دا ډول ماران انسانان وژني او بیا یې خوري، خو ځینې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ماشومان او کوچني حیوانات هم تېروي.

د سولاویسي د لوېدیځې برخې د پولیسو ویاند ماشورا بي بي سي ته وویل، د اکبر کلیوالو پولیس خبر کړل چې اکبر له ۲۴ ساعتونو راهیسې ورک دی.

پولیسو چې څېړنه پیل کړه، د اکبر د کورنۍ اړوند خورما بڼ ته څېرمه یې یو مار ولید، هلته اکبر د خورما د تېلو پر ایستلو بوخت و.

په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

د مارانو وژونکی مار د ناروغیو درمل

د انځور حقوق WEST SULAWESI POLICE
Image caption .

پولیس وايي "اکبر مو ونه موند، خو کلیوالو یو لوی مار د خوځېدو په حال کې ولید، دوی یې دوه زړي کړل چې ښايي اکبر یې تېر کړی وي. کله یې چې د مار خېټه وڅیرله، اکبر یې پکې وموند". په براویجایا پوهنتون کې استاد نیا کورناوان بي بي سي ته وویل، په دې اندازه لوی مار د وحشي خنځیر او سپیو په څېر د لویو حیواناتو د ښکار هڅه کوي.

دغه اندونیزیایی عالم وايي، دا ډول ماران تر ډېره د خلکو له استوګنیزو ځایونو ځان لیرې ساتي، خو ځینې وخت د خورما باغونو کې د ښکار بډایه ځایونه لیدلای شئ، ځکه چې هلته د وحشي خنځیر، بیزوګانو او سپیو

په څېر حیوانات ورځي.