BBC
 شاته

امازون "سوق ټکی کام" برېښنايي سوداګریزه وېبپاڼه پېري

د انځور حقوق AP
Image caption هره میاشت ۴۵ میلیون مشتریان "سوق.کام" شرکت وېبپاڼه ګوري.

"سوق ټکی کام" وېبپاڼه په ۲۰۰۵ کال جوړه شوه، چې دا مهال تر ۸٫۴ میلیون ډېر توکي یې خرڅلاو ته وړاندې کړي، ۳۱ سلنه یې الکترونیک توکي، موډ، روغتیاييی توکي، د سینګار توکي او د کور او ماشومنانو اړوند توکي دي.

د امازون شرکت مرستیال مشر لاروس ګرانډینیټي وویل: "امازون او سوق په طبیعت کې سره شریکان دي، دوی د مشتریانو له تقاضاوو سره سم اوږدمهاله پلان، ابتکار او سوداګري کوي".

ځینې رپوټونه وايي، امازون شرکت د سوق وېبپاڼې اخیستو مقابل کې ۶۵۰ میلیون ډالر ورکړي.

دا معامله وروسته تر هغه ډاګیزه شوه، چې "اعمار مالز" شرکت، چې په امارتو کې د مارکیټ موندنې تر ټولو لوی شرکت دی، د سوق وېبپاڼې اخیستو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ورکولو وړاندیز کړی و.

"د خرڅلاو لویه تجربه"

هره میاشت ۴۵ میلیون مشتریان "سوق.کام" شرکت وېبپاڼه ګوري. دغه وېبپاڼه په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او مصر کې د فعالیت مرکزونه لري.

ګرانډینیټي وویل: "سوق وېبپاڼه د منځني ختیځ برېښنايي سوداګرۍ په ډګر کې مخکښ رول لري چې مستهلیکنو ته یې د مارکیټ او سودا لپاره ډېرې تجربې رامنځ ته کړې، موږ به یې د امازون په چوکاټ کې په ګرده نړۍ کې د ټکنالوژۍ په وړاندې کولو کې لاسنیوی وکړو".

د سوق وېبپاڼې یوه اجراییوي مشر او یوه بنسټګر رونالدو مشحور وویل "موږ او امازون په یو شان اصولو روان یو، دا لېږد به په سیمه کې پر انټرنېټ زموږ د سوداګرۍ په وده کې مهم ګام وي. "

دا معامله به روان کال عملي بڼه غوره کړي.