BBC
 شاته

امریکايی سندرغاړی باب دیلن بالاخره د نوبل جایزه تر لاسه کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د باب په غوښتنه به لیدنه د تړلو دروازو تر شا کېږي او رسنیو ته به اجازه نه ورکول کېږی

د نوبل جایزې کمېټۍ ویلي امریکایی سندرغاړی باب دیلن به بالاخره د روانې اونۍ پای کې سټاکهوم کې د ادبیات برخه کې نوبل جایزه واخلي.

نوموړي ته د تېر کال اګست کې دغه جایزه ورکړل شوې وه، خو نوموړی و نه توانېد هغه وینا وکړي، چې له جایزې اخیستو مخکې اړنیه بلل کېږي او نه یې هم سفر ته چمتووالی درلود، چې د اته میلیونه کرونا یا نهه سوه زره ډالرو دغه جایزه تر لاسه کړي.

ویل کېږي اوس به دی مخامخ غونډې ته د وینا کولو پر ځای یو ثبت شوی پیغام واستوي.

باب دیلن د نوبل ادبیاتو جایزې اخیستو ته 'نه' حاضرېږي

امریکایي ترانه لیکونکي باب ډېلن ویلي د ادبیاتو نوبل جایزه مني

اکاډیمۍ غړو ویلي دوی به له دغه ۷۵ کلن سندرغاړي سره د سویډن پلازمېنه کې وویني، چې باب هلته دوه کنسرتونه لري. پروفیسور سارا دانیوس چې د سویډنۍ کمېټې دایمي غړې ده، په یوه بلاګ لیکنه کې ویلي:

''ښه زیری دا دی، چې باب او سویډن کمېټۍ پرېکړه کړې د اونۍ پای کې به سره وویني. کمېټۍ به باب ته د هغه سند او مډال ورکړي او د ادب برخه کې به د نوبل جایزې ګټلو مبارکي ورکړي. "

د سندرو لیکونکي شاعر په توګه باب لومړنی هغه دی، چې د ادب برخه کې نوبل جایزه ګټي. نوموړي ته ' د امریکا ستر سندریز دود کې دننه د نویو شاعرانه خیالونو رامنځته کولو لپاره ' نوبل جایزه ورکړل شوه.