د عکسونو البوم: په رسمي توګه له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر پیل شو
-
AFP/GETTY IMAGES
بريتانيا له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک وسپاره.
-
Getty Images
د برتانیا لومړۍ وزیرې دغه رسمي غوښتنلیک د چارشنبې په شپه لاسلیک کړ
-
Getty Images
د مارچ پر ۲۹ د بریتانیا ورځپاڼو پر لومړي مخ دغې موضوع ته ځای ورکړی
-
Getty Images
له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو مخالفت کونکي لندن کې د لومړي وزیر دفتر مخکې د مارچ پر ۲۹ احتجاج کوي
-
EPA
اروپايي کډوالو د پارلمان مخکې مظاهره کړې
-
Reuters
مایکل بامایر د اروپايي ټولنې له لوري له دغې ټولنې د بریتانیا وتلو موضوع کې مرکچي دی
-
EPA
۵۰ ماده د وتونکي هېواد د پارلمان په تړاو هېڅ راز تفصیل نه ښيي
-
AFP/GETTY IMAGES
د نړیوالې سوداګرۍ وزیر لیام فوکس منلې، چې تر څو بریتانیا اروپايي ټولنه کې وي د هېڅ ډول نړیوال سوداګریز تړون په تړاو خبرې نه شي کولای
-
AP
په رسمي توګه له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو په تړاو که څه هم د بازار غبرګون تر ډېره حده پټه خوله و، خو پاونډ د یورو مقابل کې په څرګند ډول پیاوړی شوی
-
Getty Images
د غوښتنلیک له وړاندې کېدو وروسته پر شا ګرځېدلو په اړه هېڅوک هم څرګند نه دي
-
AFP
د غوښتنلیک له وړاندې کېدو وروسته دغه بهیر په رسمي توګه پیل شو