شاته

برلین کې یو پاکستانی ایران ته پر جاسوسۍ په بند محکوم شو

په برلین کې یوې محکمې یو پاکستانی سړی ایران ته په جاسوسۍ مجرم وباله او پر څلور کاله بند یې محکوم کړ.

پر حیدر سید مصطفی پرون محکمې دا حکم وکړ.

د محکمې په وینا مصطفي د ایران د انقلاب ساتونکو "سپاه پاسداران انقلاب" د قدس ځواک په غوښتنه د اسرائیل–جرمني د انجمن د پخواني رئیس او یو پروفیسور په اړه چې پاریس کې یې کار کاوه اطلاعات راټول کړي دي.

محکمې ته ثابته شوې چې پاکستاني حیدر سید مصطفی ته د دې استخباراتي کار په بدل کې ۲۰۰۰ ایرو ورکړل شوي دي.

نوموړی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جرمني ته تللی و.