BBC
 شاته

د افغانستان لومړنۍ دولتي مطبعې بیارغونه او پراختیا

د افغانستان دولت غواړي د هېواد پخوانۍ مطبعه ورغوي او پراختیا ورکړي. د صکوکو مطبعه د عبدالرحمن خان د پاچاهۍ پرمهال جوړه شوه چې په وروستیو لسیزو کې یې ډېرې لوړې او ژورې لیدلي دي. ددې مطبعې چارواکي وایي، دا مطبعه تاریخي ارزښت لري او لومړنۍ رسمي سکه هم دلته وهل شوې ده.

د افغانستان ترټولو پخوانۍ دولتي مطبعې د ۷۰ مې لسیزې په لومړیو کې ترټولو بدې ورځې ولیدې؛ هغه مهال چې کابل کې خپلمنځۍ جګړې روانې وې، دا مطبعه له تجهیزاتو سره وسوځېده.

اوسمهال د صکوکو مطبعه په اوسنیو امکاناتو د دولت عمده برخه بیه لرونکي اسناد چاپوي. د مطبعې یوه پوړیزه ودانۍ کې ټولې برخې فعالې دي.

محمد نعیم په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت پرمهال د صکوکو مطبعې کارکوونکی و. دی وایي، هغه مهال نه ودانۍ وه او نه هم د چاپ ماشین.

ددې مطبعې دغه پخوانی کارکوونکی وایي، "د طالبانو په وخت کې زه د مطبعې عادي کارکوونکی وم. هغه مهال مطبعې ودانۍ نه لرله، موږ په یوه ځای کې چې چت یې نه درلود، کار کاوه. هغه مهال مو د چاپ دوه ماشینونه او د قطع کولو یو ماشین درلود."

ددې مطبعې لرغونوالی لامل شوی چې د افغانستان مالیې وزارت یې د بیارغونې او پراختیا په فکر شي. د صکوکو مطبعې رییس احمد صالحي بي بي سي ته وویل، د مطبعې د بیارغونې او تجهیز لومړني کارونه پیل شوي دي.

هغه وویل، د مطبعې د بیارغونې او پراختیا کارونو بشپړېدو سره به دلته د خلکو د اړتیا وړ ټول بې بیې او بیه لرونکې اسناد چاپ شي.

ښاغلي صالحې زیاته کړه، "تر ۲۰۱۸ کال پورې د مطبعې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي او په ماشینونو مجهز کېږي چې ورسره به موږ بایللی ظرفیت بېرته ومومو."

د صکوکو مطبعه په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په لومړنیو امکاناتو بېرته فعاله شوه او په تېره یوه نیمه لسیزه کې په ښو ماشینونو سمباله شوې ده. اوسمهال په دې مطبعه کې ۱۲۱ قلمه بیه لرونکې او ۱۷۴ قلمه بې بیې اسناد چاپېږي.

د صکوکو مطبعې بنسټ له نن نه ۱۳۰ کاله وړاندې په شاهي ماڼۍ یا د کابل اوسني ارګ کې کېښودل شو. دا مطبعه وروسته د کابل بلې سیمې اسمایي واټ ته چې د ملي دفاع وزارت ملکیت و، ولېږدول شوه. اوسمهال په دې مطبعه کې عریضې، دولتي مکتوبونه، د موټرو نمبر پلېټونه او نور بېلابېل اسناد چاپېږي.

د صکوکو مطبعې په خپلو اوسنیو کمو امکاناتو تېر کال وکولی شول ۱۵۴ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړي. ددې مطبعې چارواکي وایي، د مطبعې په بیارغونې او پراختیا سره به له یوې خوا ددوی عواید ډېر شي او له بلې خوا به وکولی شي د افغانستان پاسپورټ په کور دننه چاپ کړي.

ددې مطبعې پر بیارغونې ۵۴ یورو لګول کېږي او تر دوو کلونو یعنې د ۲۰۱۸ کال تر پایه بشپړېږي. ددې پیسو نیمایي برخه جرمني ورکوي او یوه برخه یې د افغانستان دولت پر غاړه اخستې.