BBC
 شاته

روسیې سوري مخالفان د کیمیاوي موادو پر کارونې تورن کړي

Image copyright Reuters

د روسیې پوځ وایي؛ دوی امریکایانو ته احوال ورکړی چې د سه شنبه په ورځ یاغیانو حلب ښار کې زهري مواد کارولي.

سره له دې چې کومې خپلواکې سرچینې د دې خبرې تایید نه دی کړی خو د روسیې خبري سرچینه انټرفاکس وایي د سه شنبه له بریده وروسته اووه کسان مړه شوي او تر ۲۰ ډېر کسان روغتون ته وړل شوي.

دا خبر وروسته له هغه خپرېږي چې د دوشنبه په ورځ د یاغیانو تر ولکې لاندې ادلیب ولایت نه د کلورین ګاز کارول کېدو راپورونه ورکړل شول. تر دې وړاندې ادلیب کې یوه روسۍ چورلکه ویشتل شوې وه.

سوریه کې د روسیې د پوځي اډې د پخلاینې د مرکز مشر جنرال سېرګې چوارکوف وايي، " د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲مه د ماښام په ۷:۰۵ دقیقو د حلب ښار ختیځ کې، د سکري له سیمې چې د نورالدین زنګي په مشرۍ اورپکو ولکه کې ده یوه زهري ماده، د صلاح الدین سیمه کې د هستوګنې پر سیمه وغورځول شوه."

امریکا د متحده ایالتونو دغه ډله منځلارې ګڼي.

Image copyright .
Image caption دولتي ټلویزیون د سه شنبې په ورځ دا انځورونه خپاره کړل چې په وینا مخالف وسله وال دولت ته تسلیم شوي

له تېرې اونۍ راهیسې حلب کې جګړه روانه ده او یاغیان هڅه کوي تر خپلې ولکې لاندې سیمې ګردچاپېره د دولتي ځواکونو کلابندي ماته کړي.

وروستي رپوټونه وايي چې دولت د روسي جنګي الوتکو په مرسته په دې توانېدلی چې ځینې سیمې د یاغیانو له ولکې خلاصې کړي.

روسي او سوري ځواکونه وايي؛ دوی اووه مرسته رسوونکي دهلیزونه خلاص ساتلي چې په سلګونو کسان وکړی شي له کلابند شوې سیمې په سوله ییزه توګه ووځي.

د چهارشنبه په ورځ د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړل چې ښودل یې ملکيان او جنګیالي له سیمې په وتو وو.

د نیویارک مېشتې بشري حقونو ډلې ډاکټرانو ویلي؛ له ۲۰۱۱ کاله راهیسې چې سوریې کې جګړه پیل شوې، تېره اونۍ په سیمه کې پر روغتیايي اسانتیاوو د برید تر ټولو بده هغه وه.